1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مادرید کې لاریونونونه په تاوتریخوالي واوښتل

دویچه ویله/ محمد قاسم نوري۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

په هسپانیه کې د حکومت سپما د سیاست پر ضد په لسگونو زرو خلکو احتجاجونو وکړل. دغو احتجاجونو ته تر ۳۰۰ زیاتو سازمانونو د «کرامت د مارش» تر شعار لاندي بلنه ورکړې وه، خو په مادرید کي دغه احتجاجونه په تاوتریخوالي واوښتل.

https://p.dw.com/p/1BUZY
انځور: Reuters

په مادرید کي د سخت اخ او ډب په ترڅ کي څه ناڅه ۱۰۰کسه ټپیان سول، چي اکثره یې پولیس ول. د پولیسو د ویاند د وینا له مخې د تشدد د رامنځته کیدو ۲۴ شکمن عاملین نیول سوي هم دي.

اقتصادي بحران ډیر شمیر هيوادونه په روغتیایي، تعلیمي او یا د کار په بازار کي سپما ته مجبوره کړل. خو په اروپا کي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا د سازمان، OECD په حواله د یوې لنډې مودې د سپما تگلاره کیدلای سي، په اوږده وخت کي ډیره گرانه تمامه سي.

د حکومت د سپما د سیاست په مقابل کي اله گوله کوونکو خنډونه رامنځ کړل، کثافت دانیو ته یې اور ورته کړ او د یوه بانک ښيښې یې ماتی کړې. د رپوټونو په حواله احتجاج کوونکو پر پولیسو اوراچونکي شیان ورغورځول او پولیسو یې په مقابل کي د ربړي مرمیو څخه کار واخیست. ځینو ځوانو مظاهره کوونکو د مادرید د ښار په یوه عمومی جاده کي خیمې ودرولې او اعلان یې وکړ، چې غواړي په دغه ځای کې پاته سي.

تر څو میاشتو وروسته تر ټولو لوی ولسي احتجاجونه

د دې ترمخه په لسگونو زرو سوله ییزو مظاهره کوونکو په خپل هيواد کي د اجتماعي خدماتو د کمیدو، عامې بې روزگارۍ او د فقر پر ضد مظاهرې تر سره کړي. د هيواد د بيلابیلو برخو څخه د احتجاجونو ۸ گروپونه دمادرید د «اتوشا» ریل ستیشن یا تم ځای ته ورغلل، چي له هغه ځای څخه بیا د ښار په مرکز کي سره یوځای سول. ډیری مظاهره کوونکي له څو اوونیو راهیسې په پای پیاد روان ول او ځانونه یې مادرید ته رسولي وو، تر څو د هیواد د «اوسني اضطراري اجتماعي حالت» پر ضد احتجاجونه وکړي.

دغه ولسي احتجاجونه له میاشتو راهیسې په پرلپسې ډول د خراب اقتصادي حالت پر وړاندې کیدل. په دغه هیواد کې هر څلورم تن بې روزگاره دی. شاوخوا ۳۰۰ اتحادیو او سازمانونو د «کرامت د مارش» تر شعار لاندي احتجاجونو ته بلنه ورکړې وه. مظاهره کوونکي د هیواد په جنوب کي د اندالوسیا، په ختیځ کي د کاتلانیا، په شمال ختیځ کي د استوریا او لویدیځ کې د ایکستره مادورا څخه راغلي ول. دوی ټولو د خپلو سیمو بیرغونه له ځانو سره لیږدول. حکومت ۱۷۰۰ پولیس پر دندو گمارلي ول چې دغه کسان کنترول کړي.

فقر او بې وزلي

مظاهره کوونکو له ځانونو سره د نورو تر څنگ دا ډول شعارونه لیږدول، لکه «د بحران تاوان باید بانکونه ورکړي» او « په اجتماعي خدماتو کي هيڅ کمی» رانه سي. احتجاجونه د « ډوډۍ، کار او کور د ټولو له پاره» تر شعار لاندې تر سره کیدل. په دغه هیواد کې د غربت او فقر درجه تر دې حده رسیدلې ده، چې آن د مادرید سره په څو کیلومترۍ کې د غریبانو یوه غیر قانوني ناحیه جوړه سوې ده، چې دغه کسان نور نه سي کولای په ښار کې کرایه ورکړي.

مظاهره کوونکي پر محافظه پاله صدراعظم ماریانو راخوي، باندې غوسه دي او غوښتنه کوي، چې یا باید حکومت د دوی غوښتنې ومني او یا باید استعفا ورکړي.

هسپانیه د یورو د زون څلورم لوی اقتصادي قدرت دی. دغه هیواد اوس هم د ۲۰۰۸ م کال له اقتصادي بحران څخه کړیږي او دوه کاله له اقتصادي رکود سره مخامخ وو. د صدراعظم راخوي د سپما پروگرام چې پورونه راکم او پر بانکونو باندې بیرته اعتماد پیدا سي، د ډیرو خلکو ژوند یې تر پخوا هم خراب کړی دی.