په مالي کي د القاعدې دوهم چارواکی وژل سوی دئ
۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبهد چاد هيواد اردو د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ مياشتي ۲) خبر ورکړ چي لښکرو ئې د مالي هيواد په شمال کي د القاعدې يو لوړپوړی چارواکي وژلی دئ. تر دې دمخه د چاد لښکرو په دغه سيمه کي د القاعدې د يوه بل چارواکي عبدالحميد ابوزيد د وژلو خبر ورکړی وو.
د چاد هيواد د اردو يوه وياند جنرال زکريا گوبونگو په يوه بيانيه کي چي د دغه هيواد له تلويزيون څخه خپره سوه وويل: «د شنبې په ورځ غرمه زموږ لښکرو چي په مالي هيواد کي په عملياتو بوخت دي، د تروريستانو يوه اډه په بشپړه توگه له منځه يووړه[...] ټول وژل سوي کسان تروريستان دي او د هغوی رهبر مختار بالمختار هم پکښې شامل دئ.
څلوېښت کلن الجزايری بالمختار څو اوونۍ دمخه د القاعدې له افريقايي ښاخ څخه چي «القاعده په اسلامي مغرب کي» نوميږي جلا سو او د په «وينوسره ئې لاسليک کوو» په نامه ډله جوړه کړه.
دغي ډلي په الجزاير کي د روان کال د جنورۍ په مياشت کي د گازو په تاسيساتو کي د يرغمل نيوني مسئوليت پرغاړه اخيستی وو. په دغه يرغمل نيونه کي د بهرنيانو په گډون نزدې ۶۰ تنه ووژل سول.
بالمختار په ۱۹۹۰ لسيزه کي په افغانستان کي هم جنگېدلی دئ او هلته ئې خپله يوه سترگه هم له لاسه ورکړې وه. ويل کيږي، چي هغه په الجزاير کي قاچاق او يرغمل نيونو ته لاس ورته کړی وو.
د رهبرۍ سقوط
د چاد هيواد جمهور رئيس ادريس ديبي د جمعې په روځ خبر ورکړ، چي امنيتي ځواکونو ئې د القاعدې يو لوړپوړی چارواکی عبدالحميد ابوزيد د مالي هيواد په شمال کي څو ورځي دمخه وواژه. ديبي وويل د فيبرورۍ د مياشتي پر ۲۲ نېټه په يوه وسله وال يرغل کي چي ۲۶ تنو چادي عسکرو هم پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړ ابوزيد ووژل سو.
خو د «الصحرا» په نامه خبري آژانس ويلي ول چي ۴۶ کلن ابوزيد د فرانسوي ځواکونو په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ.
د الجزاير د «النهار» تلويزيو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چي ابوزيد څو ورځي دمخه د مالي او الجزاير ترمنځ په غرونو کي وژل سوی دئ. دا په داسي حال کي ده چي فرانسوي ځواکونو ويلي دي، چي نه د ابوزيد او نه هم د بالمختار وژنه تائيدولای سي.
که د دغو دواړو کسانو وژنه تائيد سي، دا به د ياغيانو په رهبرۍ کي ستره خلا وي چي په مالي هيواد کي د فرانسوي او مالي ځواکونو له خوا له ښارونو شړل سوي دي.
چاد يو له هغو افريقايي هيوادونو څخه دئ چي د مالي هيواد شمال ته ئې د ياغيانو د ځپلو له پاره لښکر لېږلی دئ.