1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې د کډوالو کړکیچ

سید ریاض (مارکوس لوتیکا)۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه

د مالي د جنگ ځپلې سیمې اړیکه له نورې نړۍ سره قطع شوې. لویې لارې تړلې دي، مارکیټونه خالي دي، تیلیفونونه کار نه کوي او بریښنا نه شته. اوس یوازې د مالي د سویلي برخې او گاونډیو هیوادونو له لارې دې سیمې ته مرسته رسیدای شي.

https://p.dw.com/p/17X0g
انځور: DW/Peter Hille

د ۲۰۱۲م کال د نومبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه «هیر شوي کړکیچ» څخه یادونه کړې وه. په دغه وخت کې شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ زره کسان له مالي څخه یا کډن شوي ول او یا هم پخپله مالي کې بېځایه کیدو ته اړ شوي ول. د دغو خلکو نیمایي برخه د هیواد په دننه کې کډوال شوي ول او پاتې برخه یې د مالي هیواد ګاونډیو هیوادونو لکه موریتانیا، نایجیر او بورکینا فاسو، ته وراوښتي ول. خو دغه موضوع په خبرونو کې دومره توده نه وه، ځکه چې نړیوالې ټولنې د نورو شخړو په اړه فکر کاوه.

اوس «هیر شوي کړکیچ» ته توجه شوې ده

د فرانسې تر پوځي ماموریت وروسته په وضعه کې په ښکاره ډول بدلون راغلی دی. د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR ویاند ویلیم سپېندلر (Wiliam SPindler)، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د جنوري د میاشتې په یوولسمه نیټه د فرانسوي ځواکونو تر برید وروسته، شاوخوا ۱۸۰۰۰ کسان له مالي څخه کډن شوي دي.»

ښاغلی سپېندلر له یوې اوونۍ راهیسې د مالي په پلازمینه بماکو کې دی او وضعه له نزدې څاري. د ملگرو ملتونو کار کوونکو ته په دغه هیواد کې د آزاد تگ راتگ اجازه نه ورکول کیده. اوس له څو ورځو راهیسې هغوی ته اجازه ورکړل شوې ده چې د سیوگو او موپتي ښارونو ته ولاړ شي. د دغه هیواد شمالي برخه لا اوس هم بنده ده او د ملگرو ملتونو کارکوونکي دغه سیمې ته لاس رسي نه لري.

ملگري ملتونه د مالي شمال ته د تگ اجازه نه لري

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند سپنېدلر وایي: «د مالي په شمال کې وضعیت کړکیچن دی. د خلکو له پاره کافي خواړه نه شته. موږ اوریدلي دي چې مارکیټونه خالي دي، ځکه چې د کړکیچ له امله عمومي لارې تړلې شوې دي او له الجزایرو سره پوله چې ورڅخه به یو شمیر مالونه راتلل هم تړل شوې ده. نو له دې امله په مارکیټونو کې ډیر کم مالونه موجود دي چې خلک یې راونیسي. همداشان دوکانونه هم خالي دي او یو شمیر خو یې لوټ شوي هم دي [...] په دې سیمه کې بریښنا او ترانسپورتي خدمات اغیزمن شوي دي او د مالي په شمال کې هیڅ عامه ترانسپورت نه شته. د تلیفون لاینونه قطع شوي دي او د دغه هیواد په شمال کې وضعیت خواشینوونکی دی.»

هغه کډوال چې د مالي سویل ته راغلي دي، امنیت یې په نسبي ډول ډاډمن دی، خو د هغوی وضعیت هم ډیر خراب دی. د کډوالو له پاره یو مرکزي کمپ نه شته او کډوال د بماکو په ښار کې تقسیم شوي دي. یا خو دوی د خپلو خپلوانو تر څنگ د سرپنا په لټه کې دي او یا هم په جوماتونو کې شپې سبا کوي.

د روغتیایي خدماتو په برخه کې د نورو تر څنگ «د نړۍ د ډاکټرانو» په نوم ټولنه هم مرسته کوي. چې له څو کلونو راهیسې په مالي کې فعالیت لري. د کډوالو له امله په دغه ځای کې په څرگند ډول د ډاکټرانو کار بدلون موندلی. «د نړۍ د ډاکټرانو» په نوم د ټولنې عمومي مشر اندریاس شولتڅ (Andreas Schultz) وایي: «موږ باید اوس د ډیرو خلکو درملنه وکړو. خوارځواکي [سؤ تغذي] په ځانگړې توگه په ماشومانو کې ډیره شوې ده. کډوال د ډیرو اوږدو مزلونو له لاسه ستومانه شوي، جل وهلي او پښې یې زخمي شوې دي. ډیری کسان چې دغه حالتونه یې لیدلي دي اوس له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.»

د مالي په گاونډي هیوادونو کې چې په لسگونو زره کډوالو ته یې پناه ورکړې ده، د کډوالو مرکزي کمپونه جوړ شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند وایي چې زیاتره خلک موریتانیا، بورکینا فاسو او نایجیر ته تښتیدلي دي. هغه زیاتوي: «موږ دا خطر وینو چې ښایي دغه کړکیچ گاونډیو هیوادونو ته هم وغځیږي. موږ هڅه کوو چې خلک له دغه ځایه [د مالي له ګاونډیو هیوادونو څخه] لیرې کړو او مالي ته یې راولو.»