1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې د طوارق یاغیانو شمالي برخه خپلواکه اعلان کړه

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه
https://p.dw.com/p/14YsW

په مالي کې د طوارق یاغیانو د هیواد په شمال کی تر خپلی ولکې لاندې سیمې د خپلواکو سیمو په توګه اعلان کړې دي. د آزاواد په نامه د آزادۍ ملي پاڅون، یوې فرانسوي تلویزیونی شبکې ته وویل چې پاڅون کوونکي به له گاونډیو هیوادونو سره ګډو پولوته پاملرنه وکړي.

له بلی خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مالي کې د زورزیاتي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه وکړه. دغې شورا په خپلې یوې اعلامیه کې د مارچ د میاشتې پوځي کودتا په کلکه غندلې ده او په دغه هیواد کې ئې بیرته د اساسي قانون پر اساس د نظم د راوستلو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه د هیواد په شمال کې د یاغیانو څخه هم غوښتنه سوې ده چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي. په بماکو کې تر دغې کودتا وروسته د توارج یاغیانو ته هم زمینه برابره سوه چې د انصار دین، له اسلامي ډلې سره په ګډه د یو څو ورځو په جریان کې د هیواد شمالي برخه تر خپل کنترول لاندې راولي.