1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ماهيپر کي ۱۱ کلن ترافيک

۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

۱۱ کلن صداقت د کابل جلال آباد پر لويه لاره پرهغه خطرناکه ګولايي د ترافيکي لارښود په توگه کار کوي، چي بې لارښووني ښايي پکښي زياتي ترافيکي پيښي رامنځ ته سي. دغه افغان ماشوم ولي دغه کار کوي؟

https://p.dw.com/p/2Wtw0
Afghanistan Junge Verkehrslotsen am Maipur Pass
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

صداقت حتی په ژمي کي ټوله ورځ دباندي په ماهيپر کي پر لويه لاره تېره کړې. دغه ۱۱ کلن افغان ماشوم پخپله خوښه په ماهيپر کي ترافيکي کوي. پر دغه لاره تېرېدونکو موټروانان ځيني وختونه هغه ته د مننې په توګه يو څو افغانۍ ورکوي. دغه ماشوم وايي چي په هغه ښه ورځ تر ۴ ډالرو پوري پيسې ټولوي او په دغو پيسو خپله کورنۍ ساتي.

خو صداقت په افغانستان کي يو له هغو زياتو ماشومانو څخه دی، چي د سړک پر سر پخپله خوښه موټرو ته لارښوونه کوي.

پخپله په ماهيپر کي يو شمېر نور ماشومان هم د صداقت په شان پر سړک ولاړ وي او موټرو ته لاښوونه کوي. دا په داسي حال کي ده چي پر دغه لويه لاره زياتي په لوړه اندازه بار سوي لارۍ موټر هم چليږي چي د صداقت په شان ماشومو مرستندويانو له خوا ورته ګټه رسيږي.

پر دغه لويه لاره داسي ګولاياني سته چي که دغه لارښوونکي نه وي نو د ټکرونو ګواښ زيات وي، ولي چي د يوه استقامت موټروانان د هغه بل استقامت څخه راتلونکي موټر نه ويني.ماهيپر چي د پرې کړل سوو جګو غرونو تر منځ تېره سوې لار ده، زيات وختونه د خونړيو ټکرونو او ترافيکي پېښو شاهده وي. په دغو پېښو کي د موټروانانو د بې پرواهۍ او تېزرفتارۍ تر څنګ د سړک خراب حالت او نور لاملونه هم زيات دي.

صداقت وايي چي د موټرو دود او لوګي د هغه سترگي داسي کړي چي له شپې خوږيږي. دغه ماشوم وايي چي غواړي ښوونځي ته ولاړ سي خو د خپل مور او پلار تر ټولو مشر زوی دی او بايد چي کار وکړي.

Afghanistan Junge Verkehrslotsen am Maipur Pass
بعضي موټر چلوونکي صداقت ته پيسې ورکويانځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

نوموړی وايي چي هغه وخت و کار کولو او د خپلي کورنۍ د خرڅ برابرولو ته مجبوره سو، چي پلار ته يې د گېډي دايمي درد پیدا او ناروغ سو. د هغه پلار د خښتو په بټيو کي کار کاوه.

د ۱۱ کلن صداقت پلار نادرخان وايي: «زه هره ورځ خپل زوی ته وايم چي له کابل څخه د راتلونکو موټرو سره دي پام کوي. موټرچلوونکي ډېر بې احتياطه دي او موټر په سرعت سره چلوي چي له کبله يې زه د خپل زوی پر ژوند بېرېږم.» نادرخان زياتوي: «زه ډېر کړېږم کله چي وينم چي هغه کار کوي. زړه خو مي دا غواړي چي هغه د کار کولو پر ځای ښوونځي ته تللای. خو له بده مرغه چي هغه زموږ د کورنۍ يوازينی ګټونکی دی.»

Afghanistan Junge Verkehrslotsen am Maipur Pass
د ماهيپر لاره زيات وختونه د ترافيکي حادثو شاهده ويانځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

په افغانستان کي د هغو ماشومانو د کار ممانعت دی چي عمرونه يې تر ۱۴ کالو کم وي، ولي چي دغه هيواد په دې تړاو د ماشومانو د کار ضد نړيوال تړون لاسليک کړی دی. خو د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چي تقريبا هر څلورم افغان ماشوم چي سن يې تر ۱۴ کالو کم وي، په کار او مزدورۍ اخته دی.

صداقت وايي: «کله چي نور ماشومان وينم چي ښوونځي ته روان وي، نو زما زړه ډېر غمجن سي، ولي چي زه هم غواړم چي ښوونځي ته ولاړ سم.» هغه زياتوي: «خو زه پوهېږم چي زه د کورنۍ يوازنی ډوډۍ ګټونکی يم. زه د خپلې کورنۍ د ګذارې له پاره کار کوم.»

۱۱ کلن افغان ماشوم صداقت وايي چي هيله يې ده چي يو وخت په رشتيا د ترافيکو پوليس جوړ سي. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ترافيکو پوليس تقريبا ۱۸۰ ډالره معاش لري. خو د دې له پاره چي صداقت د ترافيکو پوليس جوړ سي، هغه بايد لومړی زدکړي وکړي. صداقت وايي: «د خپلې کورنۍ د نفقې د ګټلو له پاره اوس کار کولو ته مجبور يم. خو کيدای سي يو وخت په رشتيا د ترافيکو پوليس راڅخه جوړ سي او په دې توګه د خپل ملت سره کومک وکړم.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.05.2016):