1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ماگده بورگ کي د نازيانو پرضد لاريون

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

د آلمان په ماګده بورګ ښار کې په زرونو مظاهره چيانو د نويو نازيانو پر وړاندي بېلابېلې مظاهرې او د سړک په سر مېلې وکړې. په دې سره يې د نازيانو د راڅرګندېدو مخه ونيوله.

https://p.dw.com/p/17JA1
انځور: dapd

تقريباً۱۲۰۰۰ انسانانو د شنبې په ورځ د ښي اړخو پر ضد لاريون وکړ. په زاکسن انهالت آيالت کې هر کال نوي نازيان سره راټوليږي. بېلابېلو ګوندونو، ټولنو، صنفي اتحاديو او عادي خلکو د ښار په منځ کې په پنځم پر له پسې ځل «د ديموکراسۍ ساحه» جوړه کړه، چې د سړک په اوږدو کې د بېلابېلو پېښو او نندارو يوه رنګينه مېله ده.

د دغې مېلې د جوړېدو لامل د نازيانو هغه مظاهره وه، چې په دوهمه نړيواله جګړه کې د دغه ښار د بمبارېدو په پلمه رابلل شوې وه. ښی اړخي تل د دغې پېښي ياد د خپلو اهدافو په گټه استعمالوي. د نازيانو د مزل لوری بدل شو او هغوی د ماګده بورګ په جنوب کې خپل لاريون سر ته ورساوه.

«نوي نازيان نه زغمو»

د زاکسن انهالت د آيالتي شورا رئيس، دېتلف ګويرت، د دغو پېښو په پيل کې وويل: «موږ نه پرېږدو چې د جګړې د قربانيانو کړاوونه دې د ښی اړخو له خوا استعمال شي.» د هغه په خبره، سړی بايد هيڅکله پر هغه څه باندي سترگي پټي نه کړي، چي نور څرنگه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.

د ماګده بورګ ښاروال، لوڅ ترويمپر، د نازيانو پر وړاندې راټول شوي خلک وستايل، چې د «ديموکراسۍ د ساحې» له لاريون سره يې لېوالتيا ښوولې وه. ده ټينګار وکړ: «موږ غواړو له دې لارې وښېو چې دغه ښار د ښی اړخو مال نه دی. موږ به په ماګده بورګ کې ښی اړخو افکارو ته يوه لوېشت ځای هم ورنه کړو.»

پر پوليسو حملې

د دغي آيالتي پلازمېنې پوليسو له نهو نورو آيالتونو څخه ملاتړ غوښتی وو، چې څه د پاسه۲۰۰۰ تنه پوليس دغه ماموريت ته رابلل شوي ول. هغوی د خپلو څرګندونو له مخې وکولای شول چې د نويو نازيانو او کيڼ اړخو مظاهره چيانو تر منځ د نښتو مخه ونيسي.

د کيڼ اړخو له ډلې څخه فعالينو پر پوليسو باندي حملې وکړې. پوليسو د هغوی شمېر۳۵۰ تنه ښوولی دی او ويې ويل چې هغوی تاوتريخوالي ته ډېر لېواله هم ول. دغو کسانو بوتلونه، ډبري او پټاکۍ پر پوليسو باندې و اورول. په دغو نښتو کې ۱۹ تنه پوليس ژوبل شول او درې مشکوک عاملين په موقت ډول ونيول شول.۲۰ تنه نور بيا تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي.

تاريخي شاليد

په دوهمه نړيواله جګړه کې د ماګده بورګ ښار د ورانولو د ياد رسمي ورځ د جنورۍ ۱۶ نېټه ده چې د ښاروالي او کليساوو په بلنه پکې يو خاموشه مزل او د ګلو د يوې ګېډۍ د ايښوولو مراسم تر سره کيږي. د ايلبه سيند ته پروت دغه ښار د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۵ کلونو په اوږدو کې څو واري د متحدو ځواکونو د بمباريو هدف ګرځېدلی وو. د بريتانوي بم غورځونکو الوتکو په تر ټولو سخته بمبارۍ کې د ۱۹۵۴ کال د جنورۍ پر۱۶ نېټه نزدې۲۵۰۰ انسانان ووژل شول او د ښار ۱۹۰۰۰۰ اوسېدونکي بې کوره شول.