1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي ۱۲۰۰ مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبه

د ایټالیا سمندري ځواکونه او خیریه سازمانونه وايي چې د یکشنبې په ورځ یې په مدیترانه سمندر کې په اوو کښتیو کې سپاره شاوخوا ۱۲۰۰ مهاجرین ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/2U8Av
Italien Grenzschutz im Mittelmeer
انځور: Guardia di Finanza

خیریه کارکوونکي او د ايټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د ژمي په رارسیدو یې له لیبیا څخه په اوو ربړي او له لرګیو جوړو کښتیو کې ۱۱۶۴ سپاره مهاجرین ژغورلي دي. له دې مهاجرینو څخه چې د اروپا پر لوري روان وو، شپږ تنه مړه شوي دي.

مرستندویه سازمانونه وايي چې د مدیترانې له سمندر څخه په داسې حال کې چې توپان او تند بادونه هم ول، په اوو کښتیو کې یې سپاره مهاجرین ژغورلي دي. په ورته وخت کې د شپږو کسانو جسدونه هم موندل شوي دي.

د بې پولو ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي: «د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ډیر شدید باران اوریدی او په مدیترانه سمندر کې د ژمې په دې ورځ هوا هم ډیره سړه وه.»

په روان کال کې د نړیوالو سازمانانو شمیرې ښيي چې د دغو شپږو کسانو په مرګ سره دغه شمیره تر۴۷۰۰ اوښتې ده.

په کښتۍ کې د ماشوم زیږیدل

دغه مهاجر چې له لیبیا څخه یې حرکت کړی وو، زیاتره یې د اروپا پر لور روان ول. د مهاجرو له دغه مجبوريت څخه انساني قاچاقبران ډیره ګټه اخلي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر په حواله، د تیري اونۍ شمیرې ښيي چې په روان کال کې د ايټالیا له جنوبي سمندري بندر څخه دغه هیواد ته ۱۷۳ زره مهاجرین راغلي دي.

د ايټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د اروپايي ټولنې پر سمندري ځواکونو سره په ګډه یې د یکشنبې په ورځ د ژغورني دغه عملیات ترسره کړل.

د یاد خیریه سازمان په ویبپاڼه کې راغلي دي چې: «د یکشنبې د ورځې په دې عملیات کې په همدې کښتۍ کې د یوې نایجریايي میرمنې نوی زیږدلی ماشوم هم ژغورل شوی دی. د نوي زیږدلي ماشوم ژغورني د دې عملیاتو ټول غړي ډیر خوشحاله کړل.»

د مالي او اروپايي ټولنې ترمنځ موافقه

د اروپايي ټولني مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی له مالي هیواد سره د مهاجرو د بیرته لیږلو پر سر هوکړه کړې او په دې کار سره به هغه مهاجر بیرته لیږل کیږي چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه رد شي.

د ۲۰۱۵م کال په نومبر میاشت کې په مالتا کې د یوې غونډي په ترڅ کې اروپايي ټولنه له افریقايي هیوادونو سره د مهاجرت د جرړو د لمنځه وړلو په موخه په ۱.۹ میلیارده ډالرو مرستو سره سلا شوه.

د دې مرستو په بدل کې به افریقايي هیوادونه د سرحدونو خوندیتوب او ساتني ته پاملرنه کوي او بیرته لیږل شوي مهاجرین به په خپلو هیوادونو کې قبلوي.