1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مديترانه کي ۷۰۰ مهاجر ډوب سوي»

۱۳۹۵ خرداد ۹, یکشنبه

د بالقان مسير د تړل کېدو وروسته مهاجرو له ليبيا د اروپا پر لور حرکتونه زيات کړي دي. خو بيره سته چي په تازه حادثو کي ۷۰۰ مهاجر ډوب سوي دي.

https://p.dw.com/p/1IwiO
انځور: Reuters/Marina Militare

د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره UNHCR وايي چي بيره سته چي د مهاجرو د کښتيو په تازه حادثو کي به ۷۰۰ مهاجر وژل سوي وي. د ياد سازمان په وينا ياد شمېر پناه غوښتونکو یوازي په تيرو ورځو کي وژل سوي چي هڅه يې کوله د مديترانې له لاري و اروپا ته ځان ورسوي. د ياد سازمان څخه کارلوتا سامي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۹مه نېټه) د آلمان خبري آژانس ته په دې تړاو معلومات ورکړي دي.

په داسي حال کي چي له ليبيا څخه د ايټالې پر لور د مهاجرو تګ زيات سوی دی، په يونان کي د مهاجرو د ورتګ لړۍ آرامه سوې ده. دا د هغه وروسته چي د بالقان مسير د مهاجرو پر مخ وتړل سو او اروپايي اتحاديٍې د ترکيې سره ځانګړی تړون وکړ. د دغه تړون له مخي ترکيې ځان مکلف کړی چي هغه پناه غوښتونکي چي له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته ورځي، هغه به بېرته مني.

په بدل کي بيا اروپايي اتحادي په هغومره شمېر مهاجر چي ترکيې بېرته منلي وي، د ترکيې د مهاجرو کمپونو څخه مني او خپل غړو هيوادونو ته يې لېږدوي. په داسي حال کي چي پخوا هر ورځ په زرهاؤ مهاجر يوناني ټاپوګانو ته رسېدل او يې شمېر صرف يو څو درځنو ته راټيټ سوی دی.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان UNHCR ويلي دي چي يوازي د پنجشنبې د ورځي د پناه غوښتونکو د کښتۍ په حادثه کي ۵۵۰ کسان لادرکه سوي دي. د چهارشنبې په ورځ د ډوبي سوي کښتۍ څخه ۱۰۰ مړي را ايستل سوي دي. د جمعې په ورځ هم د مهاجرو يوه کښتۍ په مديترانه کي ډوبه سوې وه. خو د دغې کښتۍ د حادثې د قربانيانو شمېر لا تر اوسه نه دی څرګند.

سامي ويلي چي که د يوې اونۍ د درو حادثو د ډوبو سوو پناه غوښتونکو شمېر اټکل کړو، نو ۷۰۰ قربانيان اټکل کېدلای سي. ويل کيږي چي له ليبيا څخه د اېټاليې پر لار د مديترانې لاره ډېره خطرناکه ده. په زياته بيا په داسي حال کي چي قاچاق وړونکي تر اندازې زړې کښتۍ په کار اچوي په کومو کښي چي تر اندازې زیات مسافر ځای پر ځای کيږي.