1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه کې په يوه ورځ۶۵۰۰ کسان ژغورل شوي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

اروپا ته د رسیدو په موخه په تیرو ورځو کې په زرونو کسانو هڅه کړې چې د لیبیا له ساحلونو څخه د مدیترانې سمندرگي له لارې سفر وکړي. یوازې د دوشنبې په ورځ ۶۵۰۰ کسان په سمندرگې کې ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JryI
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti

د ایټالیا ساحلي څارونکو د تویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د قوماندې مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د ژغورنې ۴۰ ماموریته همغږي کړل او د لیبیا ساحل ته څیرمه د زرونو پناه غوښتونکو مرستي ته ورورسیدل. د ژغورنې دغه عملیات په تیر کال کې تر ټولو شدید او ستر وو. د ښې هوا له کبله سمندري ځواکونه د سه شنبې په ورځ هم د یو شمیر ورته عملیاتو د تر سره کیدو اټکل کوي.

د ایټالیا د خبري آژانس انسا، د رپوټ له مخې د ژغورنې په دغو عملیاتو کې د ساحلي څارونکو او د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتیو برخه درلوده. همداشان د اروپایي اتحادیې د انساناني قاچاق وړونکو پر ضد د «صوفیه» په نوم سمندري ماموریت او د دغې اتحادیې د بهرنیو پولو ساتنې ادارې فرونټکس او بشري مرستندویه سازمانونو د مهاجرینو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه درلوده.

اوسمهال د ښه موسم او د سمندرگي د آرامیدو له کبله یووار بیا ډیر شمیر انسانان په اروپا کې د یوه ښه ژوند په هیله د مدیترانې سمندرگي له لاري خطرناک سفر ته زړه ښه کوي: په تیرو څلورو ورځو کې ۱۰۰۰۰ انسانان د لیبیا له سواحلو څخه ایټاليا ته رسیدلي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا آی او ام، د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې شا او خوا ۱۰۵ زره انسانان د کښتیو په واسطه ایټاليا ته رسېدلي دي، چې زیاترو یې د لیبیا له ساحل څخه حرکت کړی دی. په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه کسان په داسې کښتیو کې سفر کوي چې له حده زیاته ډکې وي.

د مرستندویه سازمانو په وینا، د لیبیا او ایټالیا تر منځ سمندري لاره د هغو مهاجرو له پاره چې اروپا ته د رسیدو هڅه کوي، په یوه مهم مسیر اوښتې ده. د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرو په تړاو د یوه تړون تر لاسلیکیدو وروسته له ترکیې څخه یونان ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې په څرگند ډول کمښت راغلی دي.

زیاتره کسان چې د مدیترانې له لارې اروپا ته ځان رسول غواړي له افریقا سره تړاو لري. هغوی له بې وزلۍ، تاوتریخوالي او تعقب څخه تېښته کوي. په مخ پر زیاتیدونکي ډول کم عمره ماشومان چې زیاتره مهال ورسره میندې او پلرونه نه وي، هم پر دغه خطرناک سمندرگي یوازې سفر کوي.