1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکزي افریقا جمهوریت کې د کډوالو خراب حالت

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله د مرکزي افریقا جمهوریت په زرهاو کډوال چې په موقتي کمپونو کې اوسیږي د وسله والو د محاصرې له گواښ سره مخامخ دي. د دغو کډوالو ژوند له خطر سره مخامخ دی چې ډیر شمیر يې مسلمانان تشکیلوي.

https://p.dw.com/p/1BFST
انځور: F.Daufour/AFP/GettyImages

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند ادواد ایدوردز، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د فبروري میاشتې ۲۵مه نیټه) په جینوا کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د مرکزي افریقا جمهوریت کډوال چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ او سویل لویدیځو سیمو کې په ۱۸ مختلفو پنډغالو یا کمپونو کې میشت دي د وسله والو ډلو د بریدونو له خطر سره مخامخ دي. د ایدوردز په خبره دغه کډوال په بیړنۍ توگه امنیتي مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا د فرانسۍ پارلمان د سه شنبې په ورځ د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د خپل پوځي ماموریت پراخیدو ته مثبته رایه ورکړې ده. دغه ماموریت څلور میاشتې مخکې پيل شوی وو.

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې چې د فرانسې پخوانۍ مستعمره ده، د تیر کال د مارچ میاشتې راهیسې د مختلفو ډلو تر منځ کورنۍ جگړه روانه ده. د دغو جگړو په ترڅ کې تر اوسه پورې په زرهاو انسانان وژل شوي دي چې لویه برخه يي مسلمانان دي.

د رویترز خبري آژانس په حواله د مرکزي افریقا په جمهوریت کې له اقلیت مسلمانانو سره د د عیسوې ملیشه و له خوا ډیر سخت ظالمان چلند کیږي. په زرگونو مسلمانانو گاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده او پاتې نور يې په موقتي پنډغالو کې استوگن شوي دي.

ادواد ایدوردز وویل: «د مرکزي افریقا جمهوریت ټول وگړي زورزیاتي اغیزمن کړي دي خو د محاصره شویو کسانو ډیره برخه مسلمانان تشکیلوي چې د اینتي بلاک ملیشه و [عیسوي ملیشه و] د بریدونو له خطر سره مخامخ دي.» د ملگرو ملتونو د کډوالو د اداری ویاند زیاته کړه: «د کومو سیمو په اړه چې مونږ ډیر اندیښمن یو په هغو کې بنگويي، بودا، بور او د بوسانگوا ښارونو ته نږدې د کډوالو کمپونه شامل دي.»

سره له دې چې په دغه افریقايي هیواد کې د فرانسې ۲۰۰۰ او د افریقايي اتحاديي ۶۰۰۰ سوله ساتي ځواکونه موجود دي خو بیا هم د وژنې او زورونې لړۍ دوام لري. د مرستندویه ادارو د کارکوونکو په حواله له وروستیو څو اوونیو راهیسې په پلازمینه بنگويي کې امنیتي حالت لږ څه ښه شوی دی خو سره له دې هم د بنگويي په یو شمیر برخو کې کله ناکله د تاوتریخوالي پیښې رامنځته کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب