1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکزې اسيا کي لانجې د ناټو اکمالاتي لاره بنده کړې ده

۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

د تاجکستان او ازبکستان تر منځ شخړه ددې سبب گرځېدلې، چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو دپاره د اکمالاتو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/NXTF
په هغو 2500 کانټينرونو کي چي په ازبکستان کي بند دي 300 يې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو دپاره دي
په هغو 2500 کانټينرونو کي چي په ازبکستان کي بند دي 300 يې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو دپاره ديانځور: AP

دا خبره يوه تاجک چارواکي د رويترز آژانس ته کړې ده.

ناټو د مرکزي اسيا د لاري څخه گټه اخلي تر څو تيل او خواړه د خپلو عسکرو د پاره افغانستان ته واستوي. دا لاره ځکه ډيره مهمه ده، چي د پاکستان د لاري اکمالات وار په وار د طالبانو تر حملو لاندي راځي.

تاجکستان او ازبکستان د اوبو پر سر يوه سرحدي لانجه لري. ازبکستان ددې مخه نيسي چي د تاجکستان اورگاډي ور ننوزي، ترڅو پر هغه باندي فشار راولي.

د تاجکستان د اورگاډو د شرکت مرستيال عثمان قلندروف ويلي، چي 2500 کانټينرونه چي په ازبکستان کي بند دي د هغوئ د جملې څخه يې 300 کانټينره په افغانستان کي د ناټو دپاره دي.

ازبکستان چي په مرکزي اسيا کي تر ټولو گڼ مېشته هيواد دی تاجکستان ته په غوسه دی. ځکه چي هغه هيواد د اوبو د يو ستر بريښناکوټ د جوړولو تکل لري.

ازبکستان وايي، چي دغه اوبه يې د خړوبولو او د کرهڼي په برخه کي لگېږي.

ag/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل