1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکز او ولايتونو کي د ټاکنو بهير

نجيب الله زيارمل/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د افغانستان په ټولو ولایتونو کي افغانان د خپل خوښي کانديد ته رایې ورکوي، څو د خپل هيواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. دویچه ویله په دغو ولایتونو کې د دغه بهیر د پرمختگ په اړه له خپلو خبریالانو سره په تماس کې ده.

https://p.dw.com/p/1CIHe
انځور: DW/F.Zahir

کندهار: په کندهار ولایت کې د دویچه ویله خبریال محمد ابراهیم سپېڅلی د ټاکنو بېلابېلو مرکزونو ته تللی دی. په دغه ولایت کي د پلان له مخي د سهار پر اوو بجو او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي ټاکني پیل سوي دي. د سپیڅلي په حواله د ټاکنو په دویم پړاو کي په کندهار ولایت کي د خلکو د گډون کچه د لومړي پړاو په پرتله لږ ده. سپیڅلی د دغه کم گډون لاملونه د دوو ټاکنو تر منځ لږ فاصله، د هوا ډیر تود والی او د ولایتي شوراگانو د ټاکنو پای ته رسیدل بولي.

هلمند: مجتبی محمدي له هلمند ولایت څخه په یوه رپوټ کې دویچه ویله ته ویلي دي چي ټاکني په ښه امنیتي وضعیت کي پیل سوې. هغه په خپل رپوټ کي په دې ولایت کې د ښځو د ډیري ونډې خبره هم کړې ده. هغه د دغه ولایت له امنیتي چارواکو او ټاکنیزو مسئولینو سره هم خبري کړي دي چې ټولو د ښه امنیت خبره کړې ده.

خوست: فریدالله ظاهر په خوست ولایت کي د دویچه ویله خبریال دی. د ده په خبره د کندهار پر خلاف په خوست ولایت کي د خلکو د گډون کچه د لومړي پړاو په پرتله لوړه ده. ظاهر وایي چي د شنبې ورځي د ټاکنو پر مهال په خوست ولایت کي پر ځوانانو سربیره ډیر زاړه کسان هم د رایو د صندوقونو پر لور روان دي او خپلي رايي کاروي. ظاهر په ټاکنو کي د ښځو د ډیر گډون خبره هم کړې ده. هغه وایي چي په یو شمیر مرکزونو کي د رایو پاڼي هم خلاصي سوي دي.

کابل: خلیل الرحمان امید په کابل کي د دویچه ویله خبریال دی. هغه چي څو ټاکنیزو مرکزونو ته تللی دی وایي چي په دویم پړاو کي ټاکنیزي چاري د لومړي پړاو په پرتله ښې رواني دي. امید وایي چي په کابل ښار کي په یو شمیر ټاکنیزو مرکزونو کي د رای ورکوونکو په شمیر کي یو څه بدلون راغلی دی چي شمېر به یې وروسته اعلان سي. امید په کابل کې د سختو امنیتي تدابیرو او د ډیرو څارونکو د شتون خبره وکړه.

بلخ: عبدالحمید صافی د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه دویچه ویله ته شیبه په شیبه رپوټونه ورکوي. هغه وایي چي په دغه ولایت کې هم د سهار پر اووه بجو د ټاکنو بهیر پیل سو خو هغه روښانه کړه چي د خلکو د گډون د کچې په اړه به دقیق معلومات د ورځي په پای کي اعلان سي. صافي په دې ولایت کې له یو څه خرابي هوا سر وټکاوه خو روښانه یې کړه چي امنیتي وضعیت ښه دی. د صافي په خبره په بلخ ولایت کي د څارونکو شمیر ډیر دی.


کندز: احمد یما شیرزاد هم په کندز ولایت کې له خلکو سره د ټاکنو په اړه خبري کړي دي. هغه د دې ولایت له یوه اوسیدونکې سره چي بشیر صافي نومیږي مرکه کړې ده چي له راتلونکي ولسمشر څخه یې د سولي او بیارغوني غوښتنه کړې ده.

ننگرهار: عبدالله نظامي له ننگرهار ولایت څخه دویچه ته په خپل رپوټ کې پر افغانستان باندي د ټاکنو اغېزې څېړلي دي او وایي د دې ولایت ډیر اوسیدونکي د خپل هیواد د راتلونکي په موخه خپله رایه کاروي او غواړي خپل ولسمشر وټاکي.

بادغیس: د افغانستان په لوېدیځ کي د دویچه ویله خبریال هوشنگ هاشمي د بادغیس ولایت د چارواکو په حواله وايي چي یو شمیر طالب جنگیالیو د دې ولایت پر یوه ټاکنیز مرکز باندي يرغل کړی دی چي تر دوو ساعتونو نښتي وروسته اوس وضعیت بیرته نورمال حالت ته راگرځیدلی دی.

هرات - هوشنگ هاشمي: په هرات کي ټاکني بې له کومي ستونزي پر مخ روان دي. خو د کشک کهنه، کشک رباط سنگي، گلران او کهسان په ولسوالیو کې د رای پاڼو د کمښت او د یوه مشخص کانديد په گټه شکایتونه موجود دي. چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه ویلي نه دي.

بامیان - نصیر بهزاد: خلک د ټاکنو د پیلیدو په لومړیو ساعتونو کي ډیر ول خو د وخت په تیریدو سره په ټاکنیزو مرکزونو کي د خلکو شمیر هم لږ سو. سیمه ییز چارواکي وایي چي تر اوسه پوري کومه امنیتي او یا هم تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې نه ده. دا په داسې حال کي ده چي د بامیان ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کي د امنیتي ستونزو خبره سوې ده.

میدان وردگ: د میدان وردگو ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلاميه کي خلکو ته ډاډ ورکړی دی چي د دې ولایت ټول ټاکنیز مرکزونه پرانیستي دي چي امنیتي ځواکونه یې امنیت ساتي.

پروان: په پروان ولایت کې د ټاکنو په بهیر کي د ډیرو خلکو د گډون خبره شوې ده. د دې ولایت د والي مرستیال وحید صدیقي، د دویچه ویله خبریال ته ویلي دي چي د سیاه گرد او شینواري په ولسوالیو کي تر ۳۰زيات ټاکنیز مرکزونه د ناامنیو له کبله تړل سوي دي.

غزني: د دويچه ويله خبريال قدیر وفا وایي چې په دې ولایت کې د تیر وار په پرتله د خلکو د گډون کچه کښته ده، چې کیدای شي امنیتي ستونزي یې لامل وي. پر دغه ولایت باندي د طالبانو له خوا د ټاکنو په ورځ توغندي هم توغول شوي دي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې لگیدلي دي. روغتیایي چارواکو په دغو پیښو کې د پنځو تنو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

دایکندي:د افغانستان په مرکزي سیمو کي د دویچه ویله خبریال نصیر بهزاد، ویلي دي چې په دغه ولایت کي هم ټاکني پر اوو بجو پیل سوې. دا په داسي حال کي ده چي په دغو ټاکنو کي د تیر ځل په پرتله د لږو کسانو د گډون خبره سوې ده.

د دوهم پړاو ټاکنو پيل

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني د خپلي رايي په کارولو سره د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو پيل کړ. هغه په کابل کي د رايو ورکولو پرمهال وويل: «د رايو ورکولو مرکزونه پرانيستل سول او زه له ټولو هيوادوالو څخه غواړم چي د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړ سي او له امنيتي ستونزو سره سره د خپلي رايي په کارولو سره خپله راتلونکې وټاکي.»

نورستاني وويل چي د رايو ورکولو ۶۳۶۵ مرکزونه او ۲۳۱۳۶ محلونه به د سهار له اوو بجو څخه د ماځيگر تر څلورو بجو پوري پرانيستي وي.

په کابل کي د رايو ورکولو مرکزونو تر پرانيستلو لږ دمخه د څو چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي. د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي ويلي دي چي د کابل په بېلابېلو سيمو کي «دوه درې بمونه وچاودل خو ځاني او مالي تاوان يې نه دی رسولی.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم تر ارگ دباندي په اماني لېسه کي د خپلي رايي په کارولو سره پر افغانانو باندي ږغ وکړ چي د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړ سي او خپل نوی جمهور رئيس وټاکي.

کرزي په يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي وويل: «د رايو ورکولو په مرکزونو کي د خلکو راټولېدنه او رايه ورکوونه به دغه هيواد د يوې ښې راتلونکي او ثبات ټينگولو سبب وگرځي.»

کرزي زياته کړه: «افغانستان د سولي او ثبات ټينگولو پر لور يو قوی گام اخلي، ځکه نو تاسي بايد په خپله رايه ورکولو سره خپله راتلونکې وټاکی او د بهرنيانو له اړتيا څخه ځانونه خلاص کړی.»

بله خوا وسله والو طالبانو چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د گډوډولو هوډ يې کړی دی ويلي دي چي پر کابل باندي يې توغندی توغولي دي. د دغي ډلي يوه وياند د کابل هوايي ډگر ته نژدې د دوو توغنديو د لېگېدو مسئوليت پر غاړه اخيستی دی او د تلفاتو ادعا يې کړې ده. خو افغان او ناټو چارواکو ويلي دي چي هيڅ تلفات نه دي اوښتي.