1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په مزارشريف کي یوه ناروغ د سره صلیب کارمنده وژلې

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

یوه ناروغ د سره صلیب یوه «نړیواله کارکوونکې» چې د فیزیوتراپیستې په توګه یې کار کاوه، په مزارشریف کې په ډزو وژلې ده. د سره صلیب ویاند توماس ګلس، ویلي دي چې پیښه د سره صلیب د اورتوپیدي په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2jhpA
AFGHANISTAN-UNREST-KIDNAPPING
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

لا تر اوسه پورې د وژل شوې کارکوونکي هویت نه دی بربنډ شوی. هغه تر ویشتل کیدو وروسته په مارمل کمپ کې د ناټو روغتون ته لیږدول شوې وه چې بیا هلته یې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

پولیسو ویلي دي چې د پیښې په تړاو یې دوه تنه نیولې دي. په نیول شویو کسانو کې هغه ۲۱ کلن ناروغ هم شامل دی چې د سره صلیب پر کارکوونکې یې ډزې کړې دي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرجان دراني، ویلي دي چې دوه ناروغان په روغتون کې بستر شوي ول چې له ډلې څخه یې یوه په خپله «ویلچیر» یا د ناروغانو په چوکۍ کې یوه تومانچه پټه کړې وه او بیا یې دغه کارکوونکې ويشتلې ده. د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړې چې دواړه ناروغان اوس د پولیسو په بند کې دي.

دا د سره صلیب پر سازمان باندې تر ټولو وروستی برید دی. دغه نړیوال مرستندوی سازمان تر هغه وروسته د افغانستان په شمال کې خپل ډیر فعالیتونه ودرول چې د روان کال په فبروري میاشت کې یې په جوزجان ولایت کې کارکوونکي د وسله والو په یوه کمین راگير شول او په پایله کې یې شپږ تنه ووژل شول.

د دې سازمان دوه نور کارکوونکي برمته شوي ول، خو بیا تیره اوونۍ بیرته آزاد شول. تر اوسه پورې لا د دغو دوو پیښو مسئوليت کومي ډلې نه ده منلی، خو د جوزجان ولایت چارواکي یې پړه پر داعش اچولې ده.

زموږ له ارشيف څخه: