1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشریف کې د آلمان پر قونسلګرۍ د موټر بم برید

۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبه

په مزا رشریف ښار کې یوې پیاوړې چاودنه لږ تر لږه دوه کسان وژلي او تر سلو پورې نور کسان یې ټپیان کړي دي. چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه یاغیانو یو موټر بم په دې ښار کې د آلمان د قنسلګرۍ له دیوال سره وجنګوه.

https://p.dw.com/p/2SWfK
Afghanistan deutsches Generalkonsulat in Masar-i-Scharif
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

ځايي اوسیدونکي وایي چې چاودنه ډیره پیاوړې وه او له کبله يې د شاوخوا ډیرو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.

د بلخ ولایت د ملکي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض، خبري آژانسونو ته ویلي دي: «ډیر کسان د ماتو شویو ښیښو په ټټو ټپي شوي دي.»

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې هغه یې په کندز ولایت کې د وروستي برید پر وړاندې د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی.

د چارواکو په خبره د ټپي شویو کسانو شمیر ۱۰۰ تنو ته رسیږٍي چې ډیری یې د ماتو شویو ښیښو له کبله زوبل شوي دي. په داسې حال کې چې طالبانو په برید کې د ډیر شمیر کسانو د وزل کیدو خبره کړې، د بلخ والي عطا محمد نور، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې یوازې ده کسان وژل شوي.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد، ویلي دي چې یاغیانو په دې ولایت کې د آلمان د قنسلګرۍ له دیوال سره له چاودیدونکو موادو ډک موټر جنګولی دی. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پیښې د قنسلګرۍ آلماني کارکوونکو ته زیان رسولی او که نه. د بلخ ولایت د پولیسو قوماندان ویلي دي چې اوس آلماني ځواکونه په سیمه کې دي.