1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزار شریف کې د انځورونو نندارتون

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه

د هیواد په یوشمیر ولایتونوکې دانځورونو د نندارتونونو د پرانیستلو د لړۍ پر دوام په مزارشریف کې هم د انځورونو یو نندارتون پرانیستل شو.

https://p.dw.com/p/14ZnU
انځور: DW

دغه نندارتون چې د ۱۴ افغان عکاسانو ۱۴۲ اخیستل شوي انځورونه پکښی نندارې ته وړاندی شوي دي د یوې اونۍ له پاره به د خلکو پر وړاندی پرانیستی وي.

د نوموړي نندارتون د مسئول رضا ساحل په وینا دغه انځورونه چې په ورستیو کلونوکې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې اخیستل شوي دي، موخه ئې د افغانستان د خلکو د ژوند، فرهنګ او عنعنات او په هیواد کې وروستي پرمختګونه په انځوریز ډول بیانول دي:

« د افغانا نو له نظره د نوي افغانستان نندارتون د چشم سوم، په نو م د فوتو ژورنالیزم د مرکز، او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت د فرهنګي څانګې په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی دئ.»

د هغه په وینا دغه نندارتونونه تر اوسه په کابل، هرات، بامیان، غور، دایکندي او اوس په مزارشریف کی پرانیستل شوی دئ او په پام کې ده چې د هیواد په نورو پنځو ولایتونو کې به هم دغه انځورونه نندارې ته وړاندي شي.

نوموړی وایي چې په دغو انځورونو کې ۱۶ بیلا بیل موضوعات انځور شوي دي، چې په هغه کې عبادت ځایونه، طبیعت، فرهنګ او عنعنات، بیا رغاونه، کرهنه اومالداري، امنیت، پرمختګونه او دې ته ورته نور موضاعات د انځور په ژبه بیان شوي دي.

د انځورونو له ننداره کوونکو څخه یو تن نسیم امیني، وایې چې ده ته دغه انځورونه ډیر په زړه پوري دي، ځکه هغه څه ته چې د انسان پام نه اوړي، انځور کولای شې چې انسان ورته ځیر کړي. د هغه په وینا بله دا چې ډیری خلک په لیک او لوست نه پوهیږي، انځور کولای شي چې دغه څه په ډیره ښه توگه بیان کړي.

۲۰ کلنه زرمینه چې له دغه نندارتون څخه لیدنه کوي وایي چې په نړۍ کې تل افغانستان په بد ډول انځور شوی دئ، نو دغه راز عکسونه کولای شي چې د افغانستان یو ښه انځور نړیوالو ته وښیي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست مسئولین په داسې حال کې چې د عکاسانو له خوا د دغه شان نوښتونو ستاینه کوي، له دولت څخه ئې غوښتې چې په دې برخه کې له افغان ژورنالیستانو او عکاسانو څخه ملاتړ وکړي.

عدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکی: سید ریاض