1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کي د اپوزيسيون د مشرانو نيول

۱۳۹۱ آبان ۷, یکشنبه

په مسکو کي د تيري ورځي په لاريونونو کي د ولاديمير پوتين د مخالفينو درې تنه مشران د نظم د ګډوډولو په تور نيول سوي دي. څارونکي وايي، چي د پوتين د مشرۍ په نوې دوره کي له مخالفينو سره چلن توند سوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/16YMR
انځور: Reuters

د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۷) په مسکو کي د روسيې د جمهور رﺉيس ولاديمير پوتين د مخالفينو درې تنه مشران د لاريون پر مهال ونيول سول. دغه لاريون د اپوزيسيون د هماهنګۍ د نوي شورا چي د ان لاين له لاري و ټکال سوه د غونډي له پيل سره سم پيل سو.

د رويترز خبري آژانس ليکي چي، د مسکو پوليسو سرګﺉي اودالتسوف، الکسي ناوالنی او ايليا ياشين هغه مهال ونيول، چي د مخالفينو د هماهنګۍ شورا تر غونډي وروسته ﺉې له لاريون کوونکو سره د يو ځای کيدو تلاښ کاوه.

د روسيې خبري اژانس انترفکس د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت په حواله لیکي، چي دغه کسان په لاريون کي د نظم د ګډوډولو په تور نيول سوي دي. ويل کيږي، چي لاريون کوونکي دغه راز د بنديانو د شکنجه کولو په اړه هم اعتراض کړی دﺉ.

د اپوزيسيون د هماهنګۍ شورا چي په مسکو کي ﺉې غونډه کړې وه، په دې تلاښ کي ده، چي د روسيې جمهور رﺉيس ولاديمير پوتين ته چيلينج ورکړي. پوتن د می په مياشت کي د شپږو کالو له پاره د روسيې د جمهور رﺉيس په توګه وټاکل سو.

د ولايديمير پوتين د جموري رياست دريمه دوره له سختو غبرګونونو سره مخامخ ده. خو بيا هم دغه نيوکي او غبرګونونه د هغه د دولت په وړاندي کوم جدي چيلينج نه دﺉ.

د اپوزيسيون د ان لاين په ټاکنو کي نزدې ۸۱ زرو تنو برخه اخيسې وه، چي دا د روسيې د ۱۴۲ ميليونه نوس ډيره لږ برخه ده، او له دې څخه د اپوزيسيون قدرت معلوميږي، چي څومره فعاليت لري.

د مخالفينو د مشرانو تلاښي کول
د مخالفينو د مشرانو تلاښي کولانځور: AP

په مسکو کي د تيري ورځي تر لاريون وروسته چي د اپوزيسيون د درو تنو مشرانو په نيولو سره پای ته ورسېد. د مخالفينو يوې ۴۵ کيسيزي ډلي پريکړه کړې ده، چي د ډمسبر په مياشت کي به د پوتين ضد ستر لاريون تر سره کړي.

د مخالفينو دغه درې تنه د نظم د ګډوډولو په خاطر هر يو ۳۰ زره روبله (زر ډالره) جريمه سوي دي او که نغدي پيسې نه ورکوي نو ۵۰ ساعته به په يوه دفتر کي ټولنيز کار کوي.

له مخالفينو سره د سخت چلن بولګې

په روسيه کي دننه او له دغه هيواد څخه دباندي څارونکي، د مخالفينو نيول او ټکول د پوتين د جمهوري رياست په وخت کي د مخالفينو له منځه وړل بولي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلت، د خپل تويتر په پاڼه کي ليکلي دي:«په مسکو کي د ديموکرات اپوزيسيون د فعالانو د نيولو خبرونه ورکړل سوي دي، او له اپوزيسيون سره په روسيه کي د رژيم له خوا د سخت چلند نخښي نښانې موجودي دي.»

د روسيې پارلمان تيره اوونۍ له مخالفينو سره د سخت چلند له پاره داسي يو نوي قانون تصويب کړ، چي له مخي ﺉې پر سياسي او مدني ازاديو د حکومت برلاسي ته لاره هواروي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض