1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کي د ترور يو بل خونړی بريد تر سره سو

۱۳۸۹ بهمن ۵, سه‌شنبه

هغه څه چي پرون د مسکو په هوايي ډګر، داما ديدوا کي پيښ سول په روسيه کي د ترور او وحشت د لړۍ يوه بله نښانه ده.

https://p.dw.com/p/Qv4n
د داماديدوا د خونړي برید قربانيان
د داماديدوا د خونړي برید قربانيانانځور: AP

پيښه تيره ورځ د مسکو د يو هوايي ډګر په ورودي دهليز کي را منځته سوې چيري چي فسافرين د خپلو خپلوانو او دوستانو سره ويني يعني دوستان مسافرو ته انتظار باسي.

د معلوماتو له مخه په دغه بمب کي لږ ترلږه د ه دوو څخه تر پنځو کيلو د تي ان تي په نامه چادونکي توکي او د اوسپڼو پرچي ځای پر ځای سوي ؤ.

د پيښي يو عيني شاهد ويلي دي چي: «ځانمرګي بريد کونکي د خلکو د ګڼه ګوڼي په منځ کي يو وار ږغ وکړی چي:« زه تاسي ټول وژنم.» د چادوني ږغ سو. بيا مي ونه سوای کړاي چي بل څه واورم. په ناڅاپي توګه پر سرباندي مي لاس ونيو، هري خواته تراټي سوې، ويره او وحشت رامنځ ته سو.»

په دغه چادوني کي 35 کسان وژل سوي او 170 تنه نور ټبيان دي، د ډيرو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی. هغوي شا او خوا په نژدي روغتونونو کي بستر سوي دي.

د پيښي د قربانيانو په جمله کي بهرنيان هم شامل دي. دوه برتانويان وژل سوي، يو ايټالوی، يو فرانسوی او يو المانی ټپيان دي.

د روسيي ولسمشر ديمتري ميدويديف له دغه پيښي څخه سخت ټکان خوړلی او د هغې له قربانيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې. ميدويديف د هوايي ډګر پر امنيتي تدابيرو سخته نيوکه وکړه او وويل چي په دي برخه کي هيڅ ډول بې غوري او نيمګړتيا نوره د زغملو نه ده.

NO FLASH Anschlag am Flughafen Moskau Sicherheitsvorkehrungen
انځور: picture-alliance/dpa

ميدويديف په Davos کي د نړۍ په اقتصادي سرمشريزه کي خپل ګډون وځنډاوه. په پام کي ؤ چي هغه د دغي سرمشريزي پرانيستې وينا وکړي.

رپوټونه وايي چي ځانمرګي بريد کونکي قفقازي يا عربي څيره درلوده. د قفقاز په شمال کي له کلونو را په دې خوا تر اوسه پوري جلا غوښتونکي ياغيان د يو خپلواک اسلامي دولت د جوړيدو لپاره د روسيي پر ضد جګړه کوي.

په تير کال کي د قفقاز په شمال کي په تروريستي حملو کي د ترهګرو په شمول 800 پوليس، عسکر او ملکي وګړي وژل سوي دي. اسلام پالو ياغيانو تل ګواښ کړي چي هغوی د مسکو په دننه کي به هم په حملو لاس پوري کړي.

تير کال د مسکو تر ځمکي لاندي په دوو اورګاډو کي د چيچني ځانمرګي بريد کونکو په حملو کي 40 تنه ووژل سول. د مسکو په هوايي ډګر کي د پروني حملي مسووليت تر اوسه پوري چا په غاړه نه دی اخيستی.

حمله د نړيوالي ټولني له خوا په کلکه غندل سوې ده. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي او صدراعظمي انګيلا ميرکل او د افغان ولسمشر حامد کرزی د ماسکو پروني خونړي حملې وحشيانه عمل ګڼلی او د روسيې د ولس سره يې خپله خواخوږي ښودلې ده.

يستير/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل