1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کې د سوریې له خبرو اترو څه تمه کیدای شي؟

عبدالباري حکیم (کریستین کنیپ)۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبه

په مسکو کې د اسد د رژيم او د سورېې د یو شمیر اپوزیسیون ډلو ترمنځ خبراترې پیلیږي. په دغو خبرو اترو کې برخه وال د سترو لاس ته راوړنو انتظار نه لري خو روسیه ښايي له دې بهیر څخه ډیر څه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1F37E
انځور: Reuters

د سورېې د کړکیچ د حل په موخه پرمختگ له امکان څخه لیرې ښکاري خو سره له دې هم په دی هکله خبرې اترې کیږي. یوازینۍ هیله دا ده چې کیدای شي په دې خبرو اترو کې لږ تر لږه د بشري مرستو د رسولو په برخه یو پرمختگ رامنځ ته شي. دا ډول پرمختگ په داسی یوه وخت کې چې د سوریې شخړه په احتمالي توګه د بدلون يوه پریکړن پړاو ته رسیدلې ده، هم ډیر څه دي.

دا چې د کړکیچ رښتنې حل دومره ځنډول شوی دی، تر زیاتې کچې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم د پلانونو او محاسبو وجه ده. هغه د دغې جگړې په سر کې چې اوس خپل پنځم کال ته داخلیږي، د یو شمیر جهادي ډلو غړي له زندان څخه آزاد کړل. داسی ښکاري چې د دغه اقدام هدف دا وو ترڅو هغوي سوریه او د هغې گاونډي هیوادونه په داسی زور زیاتیو کې ډوب کړي چې نړیواله ټولنه بالاخره مجبوره شي چې د «جهادیستانو» پر ضد په عمل لاس پورې کړي او هغه هم د اسد په مرسته.

رښتیا هم څرنگه چې لیدل کیږي، دغې محاسبې خپله نتیجه ورکړې ده. له دا ډول انگیرنې سره په خاصه توگه د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې بیرحمانه کړو وړو لویدیځه نړۍ دې ته اړ کړه چې وروسته له کلونو فاصلی څخه، بیرته د اسد رژیم ته مخ واړوي. داسی ښکاري چې د دغې ترهگرې ډلې په پرتله د اسد رژيم ډیر زیات گواښ ورکوونکی او ویرونکی نه وي.

دغه شان یوه انگیرنه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري د یوې ورستې څرگندونې څخه معلومیږي چې ویلې يې وو: «د زور زیاتيو له پاره د اسلامي دولت نړیواله اجندا سړی مجبوروي چې د اسد له رژیم سره خبری وکړي.» هغه زیاته کړې وه: «موږ مجبوره یو چې بالاخره خبری اتری وکړو.»

د کیری دا ډول څرگندوې د اسد د رژیم ضد عربي ائتلاف له پاره چندان په زړه پورې نه ده. هغوی په دې باور دي چې ځینی جهادي ډلې کیدای شي چې لا تراوسه «جدي متحدان» وگڼل شي. شرق الاوسط ورځپاڼې چې د سعودي عربستان په مالي مرسته چلیږي، په یوه مقاله کی لیکي دي: «امریکا متحده ایالات د اسد له رژیم سره د خبرو اترو له پاره غوښتنه کوي. په عین وخت کې له دې څخه ډه ډه کوي چې د هغو ډلو نقش په رسميت وپیژني چې متحده ایالات ېې افراطي ډلې گڼي، که څه هم دا ډلې د سوریی د اپوزسیون په پوځي هڅو کې ستره ونډه لري.»

د سکیولار اپوزیسیون بی اهیمته کیدل

په مقاله کې وړاندې ویل شوي دي چې کوم زور زیاتي چې د اسد رژیم یی د سیکولار قوتونو پر ضد استعمالوي، له پام څخه غورځول شوی دی. داسی ښکاري چې په دی مینځ کې اوس په سوریې او بهر کې د اپوزیسیوین فعالې سیاسي ډلې له سیاسي لحاظه دير زیات نقش نه لوبوي.

په خاصه توگه کوم اپوزسیون چې د هیواد په دننه کې د رژيم تر سخت فشار لاندې دی او ټکول کیږي. د بیلگې په توگه «د سوریې د دولت جوړولو» تر نامه لاندې د یو اپوزسیون غورځنگ مشر، «لواي حسین» په تیر نومبر کې زندان ته واچول شوو. خو بیرته د فبروري په میاشت کې آزادی کړای شو. حسین هم باید د مسکو په خبرو اترو کې گډون کړای وای، خو رژیم هغه ته اجازه ور نه کړه. خو بالمقابل د کیڼ اړخې «دیموکراتیک بدلون له پاره د ملي همآهنگې د کمیتی» مشر حسن عبدالاسیم، ته اجازه ورکړل شوې چې ماسکو ته ولاړ شي.

«ملي ائتلاف» له ناباورۍ سره مخامخ دی

د مسکو په خبرو اترو کې د اپوزسیون هغو ډلو له گډون څخه ډډه کړې چې په استانبول کې هستوگڼه لري او د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمنې دي. دغه ډلې د «سورېې د اپوزسیون او انقلابي قوتونو د ملي ائتلاف» په نامه سره ټولې شوې دي. هغوي په دې وجه په دغو خبرو اترو کې گډون نه کوي چې وايی د «روسیی حکومت په جگړه کې د اسد د رژیم ملاتړ کوي، نو په دې وجه نه شی کیدای چې هغه ته د یو مینځگړي په سترگه وکتل شي.»

خو په دې مینځ کې دغه ائتلاف هم په وروسیتو میاشو کې خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی. د هغه رئیس خالد خواجه، په جنوري کې له لبناني ورځپانې «النهار» سره له هغو ننگونو څخه پرده پورته کړې ده چې دغه ائتلاف ور سره مخامخ دی. په دغه ائتلاف کې خپل مینځي اختلافات ژور دي. په هغه کې له چپي ډلو څخه نیولې تر معتدله اسلام پالو پورې گډون لري. هغه وویل: «په دې وجه دا ډيره گرانه ده چې په قضیه کې یو واحد دریځ څرگند شي. سر بیره پر دې دغه ائتلاف د سوریې په دننه کې پر حالاتو ډير لږ نفوذ لري.»

دغه راز نوموړی ائتلاف له مالي لحاظه له ستونزو سره لاس او گرویان دی. د ائتلاف مشر وویل دا دریځ چې د سوریی کړکیچ اساسی حل د بشار الاسد د گوښه کیدو سره ممکن دی اوس «یوازې د یو لفظي اعتراف په توگه پاتی دی».

روسیه د خپل حیثیت په لټه کې ده

په مسکو کې د سوریی د کړکیچ په هکله د روانوو خبرو اترو څخه د کرملین هدف نه یوازي د خپل نړیوال پرستیج د اعاده کول دي بلکه له دغو خبرو اترو سره د روسیې مشري غواړي لویدیځې نړې ته ښکاره کړي چې له روسیې څخه پرته نړیوال سیاست ممکن نه دی په خاصه توګه په دغه کړکیچ کې چې د پنځو کلنو جګړو له کبله د څه نا څه ۲۵۰ زرو انسانو د ژوند په قیمت تمام شوی دی.