1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مشرقي کي ټاکني څنگه وې

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

په ننگرهار ولايت کي د ټاکنو ورځ پر جلال اباد ښار او هوايي ډگر د څلور توغنديو په توغولو سره پيل سوه.

https://p.dw.com/p/PFgV
د ټاکنو له پيله تر پايه د جلال اباد په ولسواليو کي د رايه اچوني مرکزونو ته نژدي ډيري چاودني وسوې.
د ټاکنو له پيله تر پايه د جلال اباد په ولسواليو کي د رايه اچوني مرکزونو ته نژدي ډيري چاودني وسوې.انځور: AP

د ټاکنو د پيل په لومړيو ساعتونو کي د نارينه اوښځينه رايو اچوونکو شمېر ډير لږ و. خو د يو ساعت په تيريدو سره د خلکو په شمېر کي زياتوالی راغی چي د رايو په مرکزونو کي بيا تر نارينو ښځينه رايه اچونکي خورا زياتي ليدل کيدې او کتارونه کتارونه د مرکزونو پر لور رواني وې.

رايه ورکونو ويل که څه هم په بيلا بيلو سيمو کي چاودني سوي خو رايه ددوی حق دی او بايد خپلي رايي استعمال کړي.

د ټاکنو له پيله تر پايه د ننگرهار په مرکز جلال اباد او ولسواليو کي د رايه اچوني مرکزونو ته نژدي ډيري چاودني وسوې چي د دريو تنو ماشومان او يو پوليس د ټپي کيدو پرته نور چاته د سر او مال زيان ندی اوښتی.

امنيتي چارواکو د نا امنۍ د هر راز پيښو خبر له رسنيو سره نه شريکاوه او ويل يي چي دوی ته له کورنيو چارو وزارت څخه امر سوی چي هيڅ راز امنيتي خبر به رسنيو ته نه ورکوي.

خو بيا هم د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال محمد ايوب سالنګي د المان ږغ سره په مرکه کي وويل چي يو شمير ستونزي سته خو ددوی پوليس هڅه کوي چي د ستونزو په وړاندي مقاومت وښيي.

د کانديدانو يو شمير ناظرينو او خلکو بيا شکايت کاوه چي د رايي اچوني په مرکزونو کي د کاټ سوري کولو ماشين الات خراب وه او هغه رنګ چي په ګوته استعماليده دصابون سره په سولولو له منځه تلی. ددوی په خبره داسي کسان يي هم وليدل چي څو ځله يي رايه استعمال کړه.

په کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو کي هم رايه اچونه ترسره سوې خو په ځينو ځايونو کي له خپل ټاکلي وخت سره سم او په ځيونو ځايونو کي لږ ناوخته پيل سوي وې.

ددغو درو واړه ولايتونو څخه د درغليو، تقلب او تخنيکي ستونزو خبرونه ورکړل سوي دي او په درې واړه ولايتونو کي د ناامني پيښي هم ترسره سوي دي.

د لغمان والي محمد اقبال عزيزي په وينا د علينگار په پړوا يي سيمه کي طالبانو هڅه کوله چي درايي اچوني مرکزونه په نښه کړي چي په ترڅ کي يي نښته را منځته سوه چي درې تنه وسلوال مخاليفين پکښي وژل سوي او ددوی ځواکونو ته په کي هيڅ ډول زيان ندی اوښتی.

په کونړ او نورستان ولايتونو کي هم امنيتي ستونزي موجودي وې او په يو شمېر ليري پرتو ولسواليو کي د چاودنو او توغنديو د لگيدو ږغونه اوريدل کيده او په يادو دواړو ولايتونو په ځينو سيمو کي د امنيتي ستونزو له امله د رايو مرکزونه تړل سوي وه.

د يادولو ده چي په ننگرهار کي د څوارلسو څوکيو لپاره يو ١٦۶ تنو، په لغمان ولايت کي د څلورو څوکيو لپاره ٥٦ تنو، په کونړ کي د څلورو څوکيو لپاره ۲۷ تنو او په نورستان کي د دوو څوکيو لپاره ۱۸ تنو نوماندانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

ننگرهار/ احمدزۍ

کتونکی: نجيب الله زيارمل