1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصراته کي جکړه روانه ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د معمرالقذافي د رژيم پرخلاف د لويديح د پوځي ګواښونو سره سره ، د هغه ځواکونو د ياغيانو تر ولکي لاندي د مصراته په ښارکي تيره شپه په بريدونو لاس پوري کړی.

https://p.dw.com/p/1125r
ياغيانو د ناټو دعملياتو څخه نااميدي څرګنده کړې.
ياغيانو د ناټو دعملياتو څخه نااميدي څرګنده کړې.انځور: dapd

د ياغيانو وياند ويلي چي د طرابلس پر يوه سړک په يوه تازه بريد کي د ياغيانو3 تنه وژل سوي او 17 نور يي زخميان سوي دي.

د مصراته دريم غټ ښار، چي د ليبيا لويديځ ته پروت دی د ياغيانو کلک سنګر ګڼل کيږي، دغه ښار د تيرو7 اونيو را په دي خوا د قذافي د ځواکونو له خوا تر سخت فشار لاندي نيول سوی، راپورونه وايي چه په دې موده کي په سلوګونو کسان مړه سوي دي.

د چهارشنبې ورځي په بريد کي پر يو امريکايي او بريتانوي ژورناليست سربيره يو اوکراينی ډاکټر هم وژل سوی دی. ياغيان وايي چي د قذافي د ځواکونو لخوا په ښکاره ډول ملکي وګړي وژل کيږي. خو طرابلس بيا دا ادعاوي ردوي.

د ليبيا دولتي تلويزون نن سهار وويل چي د ناټو ځواکونو د طرابلس ښارد خلات الفرجان په سيمه کي بمبار کړی چي په نتيجه کي يي 7 تنه وژل سوي او 18 نور ټپي سوي دي.

ياغيانو د ناټو دعملياتو څخه نااميدي څرګنده کړې او ويلي دي چي د نړيوالو قواوعمليات ډير محتاطانه دي.

د ياغيانو وياند عبد السلام وايي، « چي ناټو په مصراته کي بې کفايتي ښودلې، ناټو تر اوسه پوري نه دي توانيدلي چي هلته کوم بدلون رامنځ ته کړي.»

دغه راز د ياغيانو شورا له ناټو څخه د ځمکنيو سرتيرو د ملاتړ لپاره خپله غوښتنه تکرار کړې.

فرانسي ويلي چي هغوی خپله د پوځي مشاورينو يوه لس کسيزه ډله ليبيا ته استوي. په عيني وخت کي برتانيې هم ويلي چي هغوی خپل يو ډله افسران هلته استوي تر څو د ياغيانوسره د منظمولو په برخه کي کومک وکړي.

خو برتانيه داسي کوم پلان نه لري چي ياغيانو ته دي پوځي روزنه ورکړي ترڅو دوی و جنګيږي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل