1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي بهرنيان محاکمه کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

له هغه وروسته چي په قاهره کي د امنيتي ځواکونو له خوا د يو شمېر بهرنيو مؤسسو دفترونه تلاښي سول اوس ددغو ټولنو ۴۳ تنه غړي له قانون څخه د سرغړوني په تور محاکمه کيږي.

https://p.dw.com/p/14AON
انځور: picture alliance / dpa

په دې محاکمه کي د المان د کونراد ادناور بنياد دوه تنه کارکوونکي هم شامل دي. مصري چارواکو په قاهره کي ددغي جرمنۍ مؤسسې پر ځايي رئيس انډرياس ياکوبس او د هغه د دفتر پر يوې ښځينه کارکوونکي درې تورونه لگولي دي.

لومړی دا چي دغي مؤسسې د خپل کار له پاره قانوني اجازه ليک نه درلود، دغي مؤسسې ځيني داسي کارونه تر سره کړي دي چي له مصري چارواکو څخه ئې اجازه نه ده اخيستې او دريېم تور دا دئ چي دغي مؤسسې د بهرنيو پيسو داسي حوالې تر لاسه کړي دي چي قانوني اجازه ئې نه ول.

خو په برلين کي د کونراد ادناور بنياد عمومي مشر هانس گېرت پوترينگ وايي چي لگول سوي تورونه ورته د منلو نه دي:

«موږ له خپلي هغي تگلاري سره سم چلن کړی دئ چي د تيرو ديرشو کلونو راهيسي عملي کيږي. موږ د ملکي ټولنو سره تماس نيولی دئ، سيمينارونه او ورکشاپونه مو جوړ کړي دي چي پکښي د آزاد بازار، ډيموکراسۍ، قانوني دولت جوړونه، د نر او ښځي مساوي حقونه او داسي نورو موضوعاتو خبري کېدلې.»

هغه زياته کړې ده چي موږ د کلونو راهيسي هلته کار کوو. او موږ د مصري چارواکو دغه غبرگون هېښ پېښ کړي يو.

په مصر کي له دې محاکمې سره د امريکا د متحده ايالتو د دوو سترو گوندونو د دوو مؤسسو استازي هم مخامخ دي.

د مصري تورونو له مخي دغو مؤسسو د ډيموکراسۍ و غورځنگ ته پيسې ورکولې. د دغه تور له کبله د مصر او امریکا تر منځ ديپلوماتيکه شخړه رامنځته سوې ده چي له کبله ئې امريکا گواښ کړی دئ چي ښايي پر مصر باندي خپلي پوځي مرستي لږ کړي.

امریکا هر کال مصر ته شاوخوا يو نيم ميليارده ډالره پوځي مرستي ورکوي.

د مصر د ديموکراسۍ غورځنگ ځيني غړي اټکل کوي چي د هيواد پوځي اداره ئې غواړي چي د دغو محکمو له لاري د پاڅون ځوانان خاموشه کړي.

شتيفن/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل