1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو پای ته ورسېد

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15GiH

په مصر کي د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو د شنبې په ورځ پای ته ورسېد. په دې ترڅ کي پر ۵۲ مليونو مصريانو ږغ سوی وو چي د پخواني رژيم د وخت لومړي وزير او د مصر د ولسمشرې د ټاکنو اوسني کانديد احمد شفيق ته او يا هم د اخوان المسليمين و کانديد محمد مورسي ته خپلې رايي ورکړي. د دغو ټاکنو لومړۍ پايلي ښایي د دوشنبې په ورځ څرگندې سي. د راپورونو له مخي ټاکنې بې له کومي لويي پيښي پای ته ورسېدې خو په هيواد کي وضعه ترينگلې ده. مصريان د واکمنې پوځي شورا د واک د لا زياتېدو وېره لري. څو ورځي تر مخه د هيواد د اساسي قانون محکمې تېري پارلماني ټاکني ناچله اعلان کړي وې چي د هغه وروسته واکمنې پوځي شورا پارلمان منحل کړی دئ.