1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د ټولپوښتني پايلي نن اعلانيږي

۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/178sd

د مصر د اساسي قانون د ریفراندم رسمي پايلې به د سه شنبه په ماښام اعلان سي. د ریفراندم د څارني عالي کمیټې د مصر په محلي وخت د ماښام پر ۷ بجو باندي په قاهره کي په دې اړه د یوه مطبوعاتي کنفرانس د ورکولو اعلان کړی دی. د ريفرندم يا ټولپوښتني پايلې ځکه وځنډېدې، چي د دغي کمېټې کارکوونکو باید ډير شکایتونه څېړلي وای. د غیر رسمي ارقامو په حواله د اساسي قانون د ریفراندم په دوهمه مرحله کي اکثریت مصریانو، یعني۶۴ فيصدو هغه ته رايي ورکړي دي. خو په رايي ورکولو کي ډیرو لږوکسانو برخه اخیستې وه، او يوازي۳۰ سلنه وه. د نوي اساسي قانون پراساس اسلامي عالمان پر دولت او ټولني باندي ډير نفوذ لرلای سي.