1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي مظاهره کونکي د حسني مبارک د ليرکيدو غوښتنه کوي

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د قاهرې د مرکز د آزادۍ د ميدان څخه ماښام لا مظاهره کونکو نارې وهلې چي.«موږ تر هغو پوري دلته پاتيږو ،چي حسني مبارک جدې ته ولاړ سي ، او يا که غواړي تل آبيب ته دي ولاړ سي.»

https://p.dw.com/p/QvfW
پوليسو د لاريونکونکو مخه نيولې
پوليسو د لاريونکونکو مخه نيولېانځور: AP

د مصر پر وخت د شپې يوه بجه پوليسو د مظاهره کونکو پر ضد عمل وکړي. په اوله کښي يې د اوبو پاشونکو وسايلو اواوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيستي، وروسته يې رابړي مرمي او برقي ډنډې استعمال کړې، ترڅو مظاهره کونکي د قاهرې د مرکز څخه ليري کړي.

عيني شاهدان د اوښکي بهونکي ګاز څخه جوړي سوي يوې غټي اوريځي او دودانو څخه خبري کوي ، چي ځيني مظاهره کونکي ورڅخه بېسده هم سول. نورو بيا فرعي سړکانو او کوڅو ته ځانونه ورسول ، او د لنډ وخت دپاره به بيا سره راټول سول. حتي د يو څه وخت دپاره يې د نيل يو مهم پُل هم د ترافيکو پر مخ بند کړي.

تر ډيره وخته پوري حالت داسي عادي ؤ ، لکه په يوه مبله کښي چي خلګ راټول سوي وي. ډير نور خلک راتلل او ورسره يو ځاي کيدل. پوليس ليري په نورو سړکانو کښي ورته ولاړ وه.

خو وروسته هغوي راغلل او پر مظاهره کونکو يې په ټول شدت سره حمله وکړه. په نتيجه کښي لږ تر لږه دوه مظاهره کونکي او يو پوليسو ووژل سول، په سل هاوو نور کسان د اوښکي بهونکي ګاز د استعمال له کبله ژوبل سول.

په مقابل کي بيا په ډيرو نور و ځايو کښي مظاهره کونکو پوليس په ډبرو ويشتل . نن سهار د ډيرو نيونو او بنديګرت څخه رپوټونه ورکول سوي دي ، چي د هغو په جمله کښي د اپوزيسون مشهوره سياست مداران هم شامل دي . د مصر ځوانانو دا پلا په يوه بل عزم سره په مظاهرو لاس پوري کړي دي . يو مصري وايي ،

«زموږ دپاره تونس يو ښه مثال دي. خو دلته تر تونس بد حالت دي. پر موږ باندي د ۳۰ کلو راهيسي د مبارک رژيم حکومت کوي. دلته اصلأ بايد اقتصاد ښه وده وکړي ، او د ژوندانه شرايط سم سي . خو د هغه په عوض موږ د جنګ غوندي شرايطو کښي ژوند کوو: هر څه ګرانيږي ، بيکاري ډيريږي ، په هر څه کښي رشوت او اختلاس موجود دي . تونس موږ راپورته کړو ، پاته کار بايد موږ پخپله وکو. »

د مصر په نورو ښارو کي هم د اسوان څخه نيولې بيا تر سينا پوري خلګ راوتلي وه ، او په مظاهرويې لاس پوري کړي ؤ . دوي زيادتره د ګرانۍ، بيکارۍ ، په تيرو پارلماني انتخاباتو کښي د جعل کارۍ او د پوليسو د تشدده ډکو اعمالو پر ضد مظاهرې کولې او شعارونه يې ورکول.

« پخوا به پوليسو مصريان ساتل ، خو نن ورځ دوي د هغو پر ضد عمل کوي . دوي غواړي يوازي سيسټم وساتي او دفاع ځيني وکړي . »

زاوب/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل