1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي منځگړيت بې نتيجې پاته ورسېد

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د مصر د موقت حکومت چارواکو پر اخوان المسلمین باندي تور لگولی دی چې د سوریې د کړکیچ د حلولو له پاره د بهرنیو دیپلوماتانو د تلاښونو د ناکامۍ عامل شوي دي. د مصر حکومتي چارواکو ویلي دي چې اوس دغه بهیر پای ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/19LVz
CAIRO, Aug. 6, 2013 (Xinhua) -- Photo released on Aug. 6, 2013 by the Egyptian Presidency shows Egypt's Vice-President for foreign relations Mohamed El Baradei (L) meets with U.S. Deputy Secretary of State William Burns (C) and European Union special envoy Bernardino Leon in Cairo, capital of Egypt. (Xinhua/Egyptian Presidency) (syq) XINHUA /LANDOV
Ägypten Vermittler William Burns und Bernardino Leonانځور: picture alliance / landov

د چهارشنبې په ورځ د مصر موقت جمهور رئيس یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي چې د مصر د کړکیچ د ختمولو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویلیم برنز، د اروپایي ټولنې د ځانگړي استازې برناردینو لیون او د خلیج هیوادونو د استازي هڅي د اخوان المسلمین د غړو په سبب بې نتيجې ختمي شوې دي. په بیانیه کې د مصر د موقت ولسمشر عدلي منصور په حواله راغلي دي: «دغو [دیپلوماتیکو] هلو ځلو هغه پایلې نه دي لري چې تمه یې کیده.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې حکومت د دغو خبرو اترو د ناکامۍ پړه په بشپړه توگه پر اخوان المسلمین باندي اچوي. پر دې سربیره په بیانیه کې د مصر د وروستیو تاوتریخوالو او گډوډیو پړه هم پر اخوان المسلمین باندي اچول شوې ده چې د بیانیې په حواله یې عامه امنیت له گواښ سره مخامخ کړی دی.

دغه بیانیه کیداي شي د دې خبري څرگندويي وکړي چې د مصر موقت حکومت غواړي په قاهره کې د اخوان المسلمین د پلویانو پر ضد چې له ډیر وخت راهیسې د مرسې د بیا واک ته رسیدو له پاره مظاهرې کوي، په کوم اقدام لاس پورې کړي. بیانیې ویلي دي چې د کړکیچ د ختمولو له پاره سیاسي هڅې چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې بې له نتيجې پای ته رسیدلې دي.

که څه هم د موقت حکومت بیانیه ښيي چې هغوی د سولې له خبرو اترو سره چندان لیوالتیا نه لري، خو بیا هم د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو دارې مسئولي کاترین اشتون یوه ویاند میشایل من، ویلي دي چې دغه ټولنه به بیا هم خپلو تلاښونو ته دوام ورکړي.

من ویلي دي: «موږ به په خپل توان کې ټولي هلې ځلې وکړو تر څو ټول اړخونه په دیالوگ کې ښکیل کړو. دا په مصر کې د دیموکراتیک بهیر د بیا راتلو له پاره ډیره مهمه خبره ده.»

په مصر کې د مرسي تر گوښه کولو وروسته په تاوتریخوالي کې تر۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. اوس داسي اندیښنې هم موجود دي چې د مصر حالات به لاپسې خراب شي.