1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي وضعيت ولي خراب سو؟

مسعود جهش (مارکوس سايمنک)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د مصر سیاسي شخړو، مذهبي نښتو او اقتصادي خراب حالت ته په کتو سره، داسې ښکاري چې د ديموکراسۍ پر خوا د دغه هیواد خوځښت اوس له خنډونو سره مخامخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/18avZ
epa03668960 Members of the Black Bloc movement and the and Muslim Brotherhood (background) throw stones at each other during clashes in central Cairo, Egypt, 19 April 2013. Clashes erupted in central Cairo as Islamists held protests demanding a cleansing of the judiciary from corruption amid tensions between President Mohammed Morsi and judges. EPA/OLIVER WEIKEN +++(c) dpa - Bildfunk+++
Randale bei Islamisten-Demo in Kairo Säuberung der Justizانځور: picture-alliance/AP

د مصر د پاڅون پرمهال ډیر شمیر مصریانو داسې فکر کاوه چې هغوی د یوې نوي تاریخي دورې پر خوا روان دي. داسې تاریخي دوره چې پکښې د هغوی له پاره لا ډیرې آزادۍ، حقونه او کافي ډوډۍ تضمین شوې وي. خو دا هغه څه نه دي چې په مصر کې پېښ شول.

اوس ډیر مصریان د خپل هیواد د روانو بدو حالاتو له پاره په دې هیواد کې پر شوي پاڅون باندي نیوکې کوي او له خپل ځانه دا پوښتنه کوي چې په دې ترڅ کې کومه اشتباه وشوه چې د دغه هیواد حالات یې لا پسې کړکیچن کړل.

د دین مخنیوونکی قدرت

ډیر وخت د مصر د انتقالي دورې د ستونزو او ناکاميو مسئولین د اخوان المسلمین ډله او د دغه هیواد پوځ بلل کیږي. د الحرام له مرکز څخه د سیاسي چارو کارپوه عماد غد «Emad Gad» وایي چې پوځ او اخوان المسلمین له لومړي سره اشتباه وکړه او د دې پر ځای چې د تونس په شان د اساسي قانون یوه غونډه راوغاړي، هغوی په مصر کې د وختي پارلماني ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ.

تر دې وروسته مصریان د پوځ او اخوان المسلمین خبره ومنله او په یوه ټولپوښتنه کې یې تر وخت مخکي پارلماني ټاکنو په حق کې رایه ورکړه. غد وایي دا چې ټاکنو د مصر ټولنه په اسلامپالو او سیکولارو ډولو وویشله، نو له دې سره حالات لا پسې خراب شول.

د اخوان المسلمين گوند غړي
د اخوان المسلمين گوند غړيانځور: Mahmud Hams/AFP/GettyImages

د اخوان المسلمین سیاسي څانګي چې د آزادي او عدالت ګوند، نوميږي د مصر په ټاکنو کې څه نا څه ۵۰ سلنه رایې وګټلې او په دې ترتیب سره یې په ۲۰۱۱ کال کې محمد مرسي د مصر د لومړي ملکي حکومت د مشر په توګه وټاکه.

د اخوان المسلمین ډلې تل د دین مسئله د خپلو ټاکنیز کمپاینونو په سر کې راوستې ده. غد وايي: «په مصر کې دین د رایو د ترلاسه کولو تر ټولو اسانه طریقه ده. د دغه هیواد ۴۰ سلنه اوسیدونکي بې سواده دي. دا په دې معنی ده چې هغوی په اسانۍ سره تر نفوذ لاندې راوستل کیدای شي.»

د دیموکراسي په درکولو کې ناکامه پاتېدل

د آلمان د نړیوالو او امنیتي اړیکو په انستیتوت کې د مصر کارپوه ستیفن رول، هم د اخوان المسلمین پر سیاستونو او هم د هغه پر اپوزیسیون باندې نیوکې کوي. هغه وایي چې سیکولاري ډلې غواړي چې په مساوي ډول واک په لاس کې ولري، نو له همدې کبله هغه د ټاکنو پر پایلو باندې نیوکې کوي.

د رول په خبره اسلامپاله ډلې د مصر په ټاکنو کې خپله بریا د دې په معنی بولي چې هغوی په یوازېتوب هره پریکړه کولای شي. رول وایي: «دواړه اړخونه په واضیح ډول د دیموکراسي په مفهوم نه پوهیږي.»

د مصر په ټاکنو کې د اخوان المسلمین تر بریا وروسته، اصلي بحث په اساسي قانون، رسنیو او ټولنه کې د دین د نقش په اړه دی. له دې سره د مصر د بحث اصلي موضوعگانې چې پکې په دغه هیواد کې د ټولنیز عدالت پلي کول او همداراز د اقتصادي وضعې ښه کول شامل دي له پامه غورځول شوي دي. رول وایي، چې تر هغه وخته پورې چې د مصر سیاستوال د فرعي موضوعگانو پر ځای د مصر پر اساسي ستونزو باندې بحث و نه کړي، نو دغه هیواد مخ پر وړاندي نه شي تلای.

د مصر د اوسنیو ستونزو مسئول څوک دی؟

په داسې حال کې چې د مصر اپوزیسیون د دغه هیواد د ستونزو له امله پر اخوان المسلمین باندي نیوکې کوي، دغه ډله وایي چې د مصر ستونزې د دغه هیواد د پخواني رژیم میراث دي. اخوان المسلمین ادعا کوي چې د مصر د پخواني ولسمشر حسن مبارک، پلویان د دغه هیواد د ودې مخه نیسي.

د اخوان المسلمين گوند پرضد له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه
د اخوان المسلمين گوند پرضد له تاوتريخوالي ډک احتجاجونهانځور: picture-alliance/dpa

دا چې د اخوان المسلمین دغه ادعا څومره ريښتنې ده، په اړه یې بیلابیل نظرونه موجود دي. غد وايي چې د حسن مبارک د دورې میراث اوس په مصر کې د فساد، ربړوني او خپلوان پالني په بڼه پاته دي. خو دغه کارپوه ټینگار کوي چې د مصر د اوسنیو ستونزو له پاره د حسن مبارک مسئول گڼل، د اخوان المسلمین یوه پلمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې رول بیا وایي چې د مبارک رژیم اوس هم د مصر پر حکومت باندې تأثیر لري. د هغه په خبره د مبارک په رژیم کې ډیر سوداگر او د مصر داسې کورنۍ شاملې وې، چې اوس هم په قدرک کې دي. له دې کبله د رول په اند د مصر د اوسنیو ستونزو یو څه پړه د مبارک د رژیم پر پاتو شونو اچول کیدای شي.

د یوه منځنې کس د موندلو له پاره لټون

په مصر کې د ټولو اړخونو تر منځ د اعتماد د فضا د نه شتون له کبله، په دغه هیواد کې انتقالي دوره په هغه شکل چې باید پلې شوې وای، عملي نه شوه. ډیر کسان په دې باور دي چې د مصر انتقالي دوره اوس په ټپه ولاړه ده او ښايي په دې دوره کې په دغه هیواد کې کوم واقعي پر مختگ رامنځ ته نه شي. کارپوهان وایي چې د دغه هیواد د اوسنيو ستونزو د حل لاره د داسې یوه منځني وگړي رامیدان ته کیدل دي چې وشي کولای اسلامپاله او سیکولارې ډلې سره رانزدې کړي او د هغوی تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

یو شمیر کسان وایي چې دغه شان یو رول پوځ ادا کولای شي، خو غد وايي چې د حسني مبارک د رژیم تر ړنگیدو وروسته د پوځ د واکمنۍ دور یو ناورین وو او د پوځ جنرالانو یوازې د خپلو گټو د تضمینولو هڅې کولې.

په وروستیو کې یو شمیر فعالینو اعلان وکړ چې هغوی یو میلیون لاسلیکونه راټول کړي دي او غواړي چې د مصر پوځ یو ځل بیا د دغه هیواد چارې په لاس کې واخلي، خو که دا کار وشي نو د مصر دیموکراسي به په هسته کې له منځه ولاړه شي.