1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي پر ۲۱ تنو د اعدام حکم راوتلی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17SMK

د پروسږ کال د فوټبال په يوه لوبه کې د آخ و ډب له کبله په مصر کې پر ۲۱ تنو باندې د اعدام حکم صادر شوی چې له کبله يې د «پورت سيد» په بندري ښار کې خونړۍ نښتې وشوې. په دغه پېښه کې ۲۷ انسانان ووژل شول او نزدې۳۰۰ تنه نور ټپيان شول. د آژانسونو په خبرونو کې راغلي دي چې د محکوم شوو کسانو خپلوانو تر حکم وروسته هڅه کړې وه چې پر زندان باندې يرغل وکړي. په دغه ورځ په ټول ښار کي ډزي اورېدل کېدې او د پوليسو دوه ماموريتونه د دوی لاس ته ورغله. تېر کال د فوټبال په يوه لوبغالي کې ۷۴ انسانان وژل شوي ول. پر امنيتي ځواکونو باندې وروسته تور ولگېد چې د عاملينو مخه يې نه وه نيولې.