1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې اپوزيشن تکړه شوی دی

۱۳۸۸ فروردین ۱۲, چهارشنبه

کله چې د 2009 م کال د فبرورۍ د مياشتې په پای کې، په مصر کې د لبرال مخالف خوځښت سمبول، ايمان نور، وروسته له 3 کاله بند څخه ناڅاپه آزاد کړل شو، د ده گوندي ملگرو هغه ورځ د سمستونو د يوه نوي پړاو د پيل په توگه ولمانځله.

https://p.dw.com/p/HOCW
ايمان نورانځور: AP

په تېرو ټاکنو کې د مصر د مشر حسن مبارک د پياوړی مخالف ناڅاپه خوشي کېدنه پر څو فکتورونو يا عواملو باندې اړيکه نيسي: د امريکې د متحده ايالتونو دا غوښتنه چې بايد د نيل په سيمه کې زياته دموکراسي راوستل شي، په تېره بيا په سپينه ماڼۍ کې د مشرتابه په بدلون سره. بل عامل يې د مصر د ملکي ټولنې لخوا پر حکومت باندې فشار هم وو. خو کوم څه چې اصلا د نوري د خلاصېدني سبب شول، د مخالفو سياستمدارانو لخوا هسې اټکل کېدلی شي:

(دلته ايمان نور په عربي ژبه وايي: کوم نوي څه پېښ شويدي، چې زما د خلاصېدنې سبب شول؟ زه هېڅ خبر نه يم! خو کوم څه چې په ډاډه توگه سره ويلی شم هغه دا دي، چې زما د بند وخت خو هسې هم په څلورو مياشتو کې پوره کېده. نو زما په خيال رژيم د فشارواچوونکو په وړاندې هسې خپل اعتبار ساتل غوښتي دي.)

د ايمان نور آزادېدنې د مصر د دين او حکومت د بيلتون د پلويانو د غږ آورېدنې معنې درلولې. ډېر کسان همدا اوس اوس باور لري، چې د ٢٠٠٥ ميلادي کال د مۍ د مياشتې پېښې کېدلی شي په دولت او ټولنه کې د زياتې دموکراسۍ د خوځښت سبب شي او د حسن مبارک زورواله رژيم ته د پای ټکی کېږدي.

د کفايه نومي يوه پخواني غورزنگ يو غړی عمر غربيه له نظره، د 2005 کال د مۍ د مياشتې پنځمه نېټه د مصر د لبرال مخالف اړخ د پاره د نوي پيل د ټکي مفهوم لري. ځکه دوی وکولی شوای په اساسي قانون کې بدلون راولي، کوم چې په هم هغه کال کې د آزادو اولسمشريزه ټاکنو سبب شو.

(عمر څرگندوي: د مصر په تاريخ کې د لومړي ځل د پاره اولسمشريزه ټاکنې رامنځ ته شوې، کوم ته چې څو کسانو ځانونوه نومولي وو. دا پر حسن مبارک باندې د کورنيو او بهرنيو فشارونو نتيجه وه او رسنيو هم د خلکو پاملرنه ورته رااړوله. د پلازمېنې قاهرې د ننه د قريب 2000 تنو په گډون يو داسې حرکت موجود وو، چې د دموکراسي غوښتنې او د حسن مبارک د رژيم پرضد يې شعارونه ورکول. د کفايه غورزنگ. دوی د نوي نسل په مرسته سره وکولای شوای، هغه ټولنه پراخه کړي او زاړه مخالف کسان ورگډ کړي. په کفايه کې له هر سياسي جريان څخه کسان موجود وو، نوي او زاړه. د مثال په توگه ايمان نور او د ده د غاص گوند. همدا رنگه له سوسيالستانو او اسلامستانو مخالفو گوندونو څخه.)

Die Pyramiden und Sphinx von Gizeh
په مصر کې اهرامانځور: picture-alliance / dpa

مخالفې ټلوالې له يوه کال نه زيات وخت له ځان څخه دفاع کوله. خو کله چې ټاکنې پای ته ورسېدې، د رسنيو علاقه ورسره کمه شوه او حکومت هغه خوځښت وټکاوه. د نوي مخالفت د ودې دوره پای ته ورسېده. وروسته له هغه چې د غاض گوند په سلو کې 13 برخې رايې وگټلې، د اولسمشرۍ پياوړی کانديد ايمان نور په دې تور باندې بند ته واچول شو، چې گويا په ټاکنو کې يې لاس وهلی. خو وروسته له څلور کاله سياسي رکود نه وروسته اوس د مصر مخالف اړخ بيا دا چانس موندلی، چې ايمان نور د حکومت لخوا ورباندې د سياسي هلوځلو د بنديز لگولو سره سره ، سياسي ژوند ته خپل راتگ اعلان کړي. دی وايي:

(له اقتصادي اړخه موږ په يوه خاص مسير روان يو: موږ ځانونه د نوو منځ لارو له ډلې څخه بولو، له کومې څخه چې گرهارد شرودر او توني بلير هم حسابيږي. موږ غواړو اقتصاد آزاد شي، پرته له دې نه چې ټولنيز اړخونه له نظره وغورځوو - دا کار په مصر کې د زيات اهميت وړ دئ. مگر دا موږ له دې نه نه شي اړولی، چې سياسي سمښتونه تر هر څه د لومړيتوب حق لري. اصلي ستونځه چې موږ يې په مصر کې لرو، شوکه او اختلاص دئ. له هغه سره په اقتصادي سمښتونو مبارزه نه شي کېدلی، د هغه د پاره سياسي ميکانيزم ضرور دئ، د قدرت وېش، يو ناپولی عدالتي اصول او داسې نور.)


فريبورز آرين/محمد عارف

کتونکی: يحيی وردک