1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د سویس نوی کانان پرانيستل شو

۱۳۹۴ مرداد ۱۵, پنجشنبه

په مصر کې د سویس نوی کانال د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو. د دغه کانال د جوړیدو چاري یو کال دمخه پيل شوي وې او ورسره یوځای زوړ کانال هم رغول شوی دی. اوس دغه دواړه کانالونه د نړۍ له مهمو سوداگریزو لارو څخه دي.

https://p.dw.com/p/1GBCz
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany

د سویس د نوي کانال د پرانيستلو په مراسمو کې د مصر د ولسمشر الفتاح السیسي، ترڅنگ د مختلفو هیوادونو لوړپوړو چارواکو، د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم گډون کړی وو.

د نوې کانال د پرانيستې مراسم د مصر د اسماعیلیه ښار په سویس کانال په سيمه کې په ډیرو شاندارو مراسمو سره نیول شوي ول. د دغه کانال د پرانیستي له پاره د مصر ولسمشر د دغه هیواد د پخواني پادشاه د کورنۍ په یوه کښتې کې د نورو کښتیو له یو قطار سره یوځای راڅرگند شو. د دې ترڅنگ جنگي جټ الوتکو هم د دغه هیواد پر آسمان پروازونه کول.

په همدې مناسبت د مصر په پلازمېنه قاهره کې هم ځانگړي مراسم نیول شوې ول. د قاهرې په هره څنډه کې د مصر بیرغ رپيږي او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د مصر له پاره نوې مالي منبع

د سویس نوي کانال چې ۷۲ کیلومتره اوږدوالې لري، د جوړیدو چارې له یوه کال څخه په کمه موده کې پای ته ورسیدل. نوی کانال د پخواني کانال سره چې ۱۵۰ کاله مخکې جوړ شوې په ځینو برخو کې په بشپړ ډول موازي جوړ شوې.

دا کانال سره بحیره له مدیترانې سره وصلوي ولي.د سوېس نوی کانال د آسیا او اروپا تر منځ تر ټولو لنډه او د نړۍ یو له مهمو تجارتي لارو څخه شمیرل کیږي.

ټاکل شوې ده چې په دې کانال کې چې اوس مهال په ورځ کې د ۴۹ کښتیو د تگ راتگ گنجایش لري، تر ۲۰۲۳م کال پورې به شاوخوا د ۹۷ کشتیو د تگ راتگ له پاره اماده شي.

د کښتیو د شمیر دوه برابره کیدو سربیره اوس دغه کانال په دوه طرفه آبې کانال بدل شوې دی. په دې توگه د کښتیو د انتظار وخت له ۱۸ ساعتونو څخه ۱۱ ته راکښته شوی دی.

د سویس نوی کانال به د مصر د خلکو له پاره یوه ښه عایداتي منبع وي. د دغه هیواد حکومت له دې لاري ترلاسه کیدونکو لازیاتو عایداتو ته خوشبینه دی. په داسې حال کې چې د سویس کانال له لاري د حکومتي عایداتو کچه به په روان کال کې ۵،۳ میلیارده ډالره وي، تمه کیږي چې په ۲۰۲۳م کال کې به د دغه هیواد د عایداتو کچه ۱۳،۲میلیارده ډالرو ته لوړ شي.

د السیسې د اعتبار ډیریدل

د سویس نوی کانال چې د ۸ میلیارده ایرو په شاوخوا کې لگښت سره جوړ شوې دی، په ځانگړي توگه السیسې او د هغه اعتبار له پلوه ډیر ارزښت لري. دا ځکه چې دا کانال به نه یوازې دا چې د مصریانو له پاره یوه ښه عایداتي منبع وي، بلکې تمه کیږي چې د نوي کانال له جوړیدو سره به په نړیواله کچه د مصر د خلکو نوم او حیثیت یو وار بیا روښانه شي.

د دغه کانال د بنسټ ایښودو مراسم دقیق یو کال مخکې نیول شوي ول او ټاکل شوې وه چې پوره یو کال وروسته به یې ساختماني چاري پای ته ورسیږي. د دغه کانال د جوړیدو تر ټولو ډیري پیسې د مصر حکومت او د پانگه والو د پورونو د اوراقو د پلورلو له درکه تمویل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د مصر نوې حکومت تیر کال د پخواني ولسمشر محمد مرسي د رژیم تر را پرزولو وروسته د خپل قانونیت د تثبیت له پاره په هیواد کې دننه او د باندی له سختو فشارونو سره مخ دی.