1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د مرسي پر ضد ستر احتجاجونه

DW (AP, Reuters, AFP)/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

په مصر کې د ولسمشر پر ضد د احتجاجونو تنظیموونکی غورځنګ وایي چې د مرسي د استعفی د غوښتنې په اړه یې ۲۲ میلیونه لاسلیکونه راټول کړي دي. د مرسي مخالفین د یکشنبې په ورځ د سترو لاریونونو له پاره چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/18yeL
انځور: Reuters

د «تمرد» په نوم ولسي سازمان د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون ۲۹) اعلان کړی دی چې دوی په یوې عریضې باندې د خلکو لاسلیکونه راغونډ کړي دي چې د ولسمشر محمد مرسي د لیرې کیدو او د نوو ټاکنو د تر سره کیدو غوښتنه په کې شوې ده.

د تمرد سازمان تور پورې کوي چې ولسمشر محمد مرسي هیواد په ښه توګه نه دی اداره کړی. نوموړي سازمان د یکشنبې په ورځ (د یکشنبې ورځ د جون د میاشتې ۳۰مه) د سترو لاریونونو د تر سره کیدو اعلان کړی دی چې په پلازمینه قاهره کې به تر سره شي. فعالینو لا تر مخه د تحریر په میدان کې خیمې وهلې دي او اټکل کیږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور به مارش وکړي.

د محمد مرسي مخالفینو د تحریر په میدان کې خیمې وهلي دي
د محمد مرسي مخالفینو د تحریر په میدان کې خیمې وهلي ديانځور: Reuters

د یکشنبې په ورځ د محمد مرسي د ولسمشرۍ یو کال پوره کیږي. د سترو احتجاجونو په ترڅ کې د پخواني واکمن حسني مبارک د راپرځیدو وروسته محمد مرسي د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو.

د تمرد د فعالینو سره د خواخوږۍ د ښوولو په خاطر د مشرانو جرګې لږ تر لږه اتو تنو غړو له خپلو دندو څخه استعفې ورکړې ده.

اوباما د آرامه پاتې کیدو غږ کړی دی

په داسې حال کې چې د یکشنبې د ورځې د پلان شوو سترو احتجاجونو تر مخه، د ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ ترینګلتیا مخ پر زیاتیدو ده، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر دواړو اړخونو د تشدد پر ځای د یوه ډیالوګ د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده.

بارک اوباما چې دا وخت د سویلي افریقا په پلازمینه پریتوریا، کې د دغه هیواد له چارواکو او ځوانانو سره ملاقاتونه کوي ویلي دي: «هر اړخ باید د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. موږ هیله لرو چې اپوزیسیون او ولسمشر محمد مرسي په رغوونکو خبرو اترو کې بوخت شي چې څرنګه کولای شي خپل هیواد پر مخ بوځي، ځکه چې له اوسني وضعیت څخه هیڅوک ګټه نه تر لاسه کوي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سویلي افریقا له ولسمشر جیکب زوما سره
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سویلي افریقا له ولسمشر جیکب زوما سرهانځور: Reuters

اوباما همداشان انديښنه وښوده چې په مصر کې تشدد او نا آرامۍ ښایي په سیمه کې نورو هیوادونو ته هم وغځیږي.

د جمعې په ورځ د مصر د اسکندریه په ښار کې د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ د اخ او ډب په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د رپوټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې یو ۲۱ کلن امریکایي هم شامل دی چې د پوهنتون محصل وو او په سیمه کې یې د انګلیسي ژبې درس ورکاوه.

پر دې سربیره د جمعې په ورځ په اسکندریه ښار کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې ۸۵ تنه ټپیان شوي هم ول. د پورټ سعید په ښار کې بیا د یوه تن د وژل کیدو او لسو تنو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي ول.