1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د نا آرامیو د کنترول له پاره پوځ رامیدان ته شو

نسیم صابر۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه

سرتېري او زغروال موټر د مصر د سويز ښار ته ولېږل شول. دغه ګام وروسته له هغې پورته شو چې پوليسو د مصر د پاڅون د دویمې کلیزې د لمانځنې پر مهال د احتجاجونو کنترول له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/17Rup
انځور: Reuters

د شنبې په سهار د مصر پوځ د سویز ساحلي ښار په کوڅو کې پوځیان ځای پر ځای کړل. تر دې یوازې څو ساعته مخکې، لږ تر لږه اوو کسانو د پوليسو او ولسمشر محمد مرسي د مخالفينو تر منځ په نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په لومړنيو راپورونو کې د هغو سرتېرو شمېر نه دی ذکر شوی، چې ښار ته د آرامي راوستلو په موخه استول شوي دي.

د جمعې په ورځ په ټول مصر کې په زرونو خلک کوڅو ته راووتل او د مصر د پاڅون یاد یې تازه کړ. د دغه پاڅون په پايله کې د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک، له واکه راوپرځېد.

د مصر د روغتیايي چارو چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۴۷۶ انسانان د جمعې ورځې په لاريونونو کې ژوبل شوي دي. له نښتو څخه لږه موده وروسته، ولسمشر مرسي پر خپلې تويتر پاڼه باندې داسې يوه ويناپاڼه خپره کړه چې له مصريانو څخه په کې غوښتنه شوې وه چې «د مصر د انقلاب لوړو ارزښتونو ته دې وفا ولري او خپل نظر دې په آزاد او سوله ييز ډول بيان کړي.»

يوه ورځ وړاندې نومړي هم داسې يو احساس په خپله يوه وينا کې څرګند کړی وو، چې چندانې پاملرنه ورته نه وه شوې. د دې پر ځای، احتجاج کوونکو د اپوزيسيون د مشرانو غږ واورېد چې ويل يې د ولسمشر مرسي د حکومت پر وړاندې دې خپله نارضايتي څرګنده کړي. مرسي د اخوان المسلمين ګوند پخوانی غړی دی او له دغه اسلامپاله غورځنګ څخه يې تر اوسه پورې ملاتړ کيږي.

د مخالفو ګوندونو يوه مشر او د اتومي انرژۍ د نړيوال اژانس پخواني مشر محمد البرادعي، په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «واټونو ته د دې له پاره  ووځﺉ چې بالاخره د انقلاب اهداف لاس ته راوړﺉ.»

په قاهره کې هم پوليسو د احتجاج کوونکو پر ډلو باندې اوښکي بهوونکی ګاز پاشلی دی. احتجاج کوونکو بیا پر پولیسو باندې ډبرې او پترولي بمونه غورځول. یوې بلې ډلې بیا هڅه کوله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسيږي. د راپورونو له مخې د پلازمېنې په نورو برخو کې د مرسي مخالفينو سړکونه او د مترو تمځايونو بند کړي دي.

احتجاج کوونکو په نورو ښارونو کې هم حکومتي ودانۍ محاصره کړې دي. د رپوټونو له مخې پوليسو په اسکندريه ښار کې له هغو احتجاج کوونکو سره چې هڅه يې کړې وه د ښاروالۍ پر يوې ودانۍ باندې يرغل وکړي، نښتې کړې دي.

د اسماعيليه په ساحلي ښار کې د مرسي مخالفينو د اخوان المسلمين پر سيمه ييز دفتر باندې بريد کړی دی. اخوان المسلمين ګوند د کليزې په ترڅ کې ډېر راڅرګند نه شو او لاريونونه يې په لاره وانه چول، خو پر ځای يې د خير ښېګنې ټولنيز فعاليتونه په لاره واچول چې «په ګډه به مصر جوړ کړو» یې خپل شعار ټاکلی وو.

په لومړي ځل تشدد د جمعې په ورځ رامنځ ته وشو، کله چې احتجاج کوونکي داسې يوه کانکريټي دیوال ته ورنزدې شول چې په قاهره کې د حکومتي ودانيو د ژغورنې په موخه جوړ شوی دی.

سره له دې چې مرسي د مصر لومړی په دموکرات ډول ټاکل شوی ولسمشر دی، خو بيا هم نوموړي د خپلو مخالفينو اعتبار نه دی تر لاسه کړی.

په دې وروستيو کې مرسي د یوه فرمان په ورکولو سره هڅه وکړه چې نور واک هم ترلاسه کړي. دې موضوع د هغه د مخالفینو غوسه راوپاروله. مرسي پر دې سربیره د اساسي قانون پر سر یوه ټول پوښتنه هم په لاره واچوله. خو اوس د هغه اپوزيسيون د اساسي قانون نوې بڼه د منلو وړ نه بولي او استدلال کوي چې په کې له بشري حقونو څخه کافي ساتنه نه ده شوې.