1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ولسمشرې د ټاکنو د رایو شمیرل پیل شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه
https://p.dw.com/p/152Dy

په مصر کې د ولسمشرې د ټاکنو له پاره د رایې اچونې د مودې پای ته د رسیدو وروسته اوس د رایې شمیرولو لړۍ روانه ده. په مصر کې د ولسمشر د ټاکنو د رایې اچولو له پاره د پنجشنبې ورځ وروستی نیټه ټاکل شوې وه. په مصر کې د ولسمشرې په ټاکنو کې د خلکو ډیر اکثریت برخه اخیستې وه.

د مصر د انتخاباتي کمیسون د چارواکو د اټکل له مخې شاوخو ۵۰ سلنه خلکو خپله رایې کارولې ده. د مصر د ولسمشرې ټاکنو ته ۱۳ تنو ځانونه کاندید کړي دي خو په دغه ډله کې ۵ تنه کاندیدان وتلې څهرې دي خو د اټکلونو له مخې ښایې په لومړني پړاو کې کوم کاندید بریالی نه شي، پر دې سربیره دا اټکل هم کیږي چې نتایج به د یکشنبې تر ورځې د مخه اعلان نه شي. که چیرې په لومړني پړاو کې څوک دغه ټاکنې و نه گټی نو د لومړنیو دوو مخکښو سیالانو تر منځ به د ولسمشرې د ټاکنو دویم پړاو د جون په میاشت کې تر سره شي.