1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ټولپوښتنې لومړنی پړاو تر سره شو

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/173On

د اساسي قانون پر سر ټولپوښتنې ته په مصر کې ګڼ شمېر اتباع انتخاباتي مرکزونو ته رامات شول، چې له کبله يې دغه مرکزونه د اضافي څلورو ساعتونو له پاره پرانيستي ول. په قاهره، اسکندريه او اتو نورو ولايتونو کې تقريبا ۲۶ مليونه حق لرونکي رايه اچوونکي دې ته رابلل شوي ول چې ،د پخواني واکمن حسني مبارک تر راپرځېدو وروسته، د دوو کلونو راهيسې په اول ځل د ناندريز اساسي قانون پر سر رايه ورکړي.

د مصر په نورو برخو کې به راتلونکي شنبه لا رايې اچول کيږي. د ولسمشر محمد مرسي افراطي پلويان د هغوی له خوا د رامنځ ته شوي اساسي قانون له پاره د اکثريت د تر لاسه کولو تمه لري. په دې صورت کې به هغوی له اپوزيسيون سره د قدرت په سر جاري شخړه وګټي. ليبرالو او کيڼ اړخو ګوندونو غږ کړی دی چې د اساسي قانون مسوده دې رد شي. د اپوزيسيون يعنې مخالفو ګوندونو استازو د تندلارو له خوا پر رايه اچوونکو د تر سره شويو حملو او په ټاکنو کې د لاسوهنو له امله نيوکې کړې دي. په قاهره کې په سلګونو تندلارو مسلمانانو د ليبرال ګوند پر مرکز باندې د سوځېدونکو موادو د لارې بريدونه کړي دي.