1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې سیاسي ګډوډي دوام لري

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱۶, یکشنبه

په مصر کې سیاسي ترینګلتیا او اخ او ډب لا هم دوام لري. د اسلامپالو له لوري د موقتي لومړي وزیر په توګه د البرادعي په وړاندی له اعتراض وروسته د هغه ټاکل کیدو ته اوس د شک په سترګه کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/193K9
انځور: picture-alliance/dpa

په مصر کې سیاسي انتقال چې اصلاح غوښتونکي د هغه په لټه کې وو او د محمد مرسي د راپرځولو سره مصري پوځ ترې ملاتړ و کړ، اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دی. د مصر د صدارت د مقام له پاره د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي محمد البرداعي کاندیدتوب سره مخالفت شوی دی.

په مصر کې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره، پینتاګون ویلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هېګل د جمعې د ورځې راهیسې د مصر د هیواد د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي، سره درې وارې تلیفوني اړیکه نیولې او د «یوه سوله ییز ملکي انتقال پر سر یې ټینګار» کړی دی.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چی د هغه هیواد چې د ډیر وخت راهیسې د مصر له پوځ سره مرسته کوي، له کومې خاصی سیاسي ډلې څخه پلوي نه کوي.

د مصر د پوځ له لوري د تیرې چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولایي دریمه) ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي د سترو لاریونو وروسته له خپلې دندې ګوښه کړای شوي. دغه لاریونونه د «تمرد» په نوم د غورځنګ له لوري په لاره اچول شوي وو. د جمعې په ورځ د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ د اخ او ډب په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه د ۳۵ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د ولسمشر د ویاند له لوري سپیناوی

د شنبې په ورځ د البرداعي نوم د تمرد غورځنګ له لوري د موقتي لومړي وزیر په توګه وړاندې شو او په پلازمینې قاهره کې د مرسي مخالفینو د هغه د نوماندۍ په اړه خوښي څرګنده کړه، خو د نوي موقتي ولسمشر عدلي منصور، د یوه ویاند له لورې دغه خبره رد شوه.

د ولسمشر ویاند احمد المسلیماني، وویل چې د دغه دندې له پاره په بیلا بیلو نومونو غور روان دی او ولسمشر باید اپوزیسیون هم په نظر کې ونیسي. د رپوټونو له مخې د «النور» په نوم د سلفیانو ګوند د البرادعي له نوماندۍ سره مخالف دی. خو د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې البرادعي، «منطقي انتخاب» دی.

د یکشنبې د ورځې لاریونونه

د «النور» ګوند، چې د اخوان المسلمین وروسته په مصر کې دویم اسلامپاله ګوند دی، تر دې د مخه د پوځ په ملاتړ له انتقالي حکومت چې په ترڅ کې به یې نوې ټاکنې تر سره شي، سره موافقه کړې ده.

اخوان المسلمین چې د مرسي بیا ټاکل کیدل غواړي، د یکشنبې په ورځ د دویمې ورځې له پاره د لاریونونو د تر سره کیدو له پاره غږ کړی دی. مرسي چې د چهارشنبې د ورځې راهیسې په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی، داسې ګمان کیږي چې ښایي بندي وي.

د تمرد غورځنګ هم، د یکشنبې په ورځ د اسلامپالو سره د مقابلې له پاره د لاریونونو د ترسره کولو غږ کړی دی. د شنبې په ورځ ناوخته د مصر دولتي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هیواد لوی څارنوال امر کړی دی چی د اخوان المسلیمن نیول شوي مشران دې د نورو پنځلسو ورځو له پاره په توقیف کی پاتی شی.

البرادعي ته په ۲۰۰۵م کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوال اتومي پروګرام د مشر په توګه د دندې د تر سره کولو له پاره د سولې نوبل جایزه ورکړای شوه. هغه په ۲۰۱۰م کال کې مصر ته ستون شو او د پخواني ولسمشر حسني مبارک له مخالفینو څخه شمیرل کیږي.