1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملکي برخه کي د مرستو پرته افغانستان ته د نورو عسکرو لېږل ګټه نه لري

۱۳۸۸ آذر ۲۲, یکشنبه

په جرمني کي ډيری سياسي ګوندونه غواړي چي د امریکا متحده ايالات د خپلي ستراتيژۍ په هکله نور ډير مالومات وړاندي کړي...

https://p.dw.com/p/L1PI
په آلمان کي اکثريت ددې پلوي نه دي چي افغانستان ته دي نور پوځي ځواکونه و لېږل سي.
په آلمان کي اکثريت ددې پلوي نه دي چي افغانستان ته دي نور پوځي ځواکونه و لېږل سي.انځور: picture-alliance/dpa

په داسي حال کي چي د ناتو په يوي وروستي غونډي کی د هغه سازمان يو شمير اروپايي متحدينو په ټوليزه توګه د 7000 سرتيرو د استولو ژمنه وکړه، آلمان وویل چي په دي هکله به د افغانستان په هکله د لندن د جنوري د مياشتي له کنفرانس څخه وروسته تصميم ونيسي. آلمان په اوسني وخت کي په افغانستان کي 4400 سرتيري ليري چي ډيري يي د هغه هيواد په شمال کي ماموريت لري.

د آلمان د دفاع وزرات معين، کريستيان شميت د رويتر خبري آژانس ته وویل: « زه ګمان نه کوم چي زمونږ په هيواد کي دي اکثريت د دي پلوي وي چي افغانستان ته دي پرته له ملکي مرستو نوري زياتي امينتي ژمني وشي. د آلمان معين د بحرين په پلازمينه، ماناما کي د يو کنفرانس په څنده کي دغه خبره ياده کړه».

په کندزکي پردو ټانکرونو باندي د يو آلماني ډګروال په امر د سپتمبر د مياشتي هوايي ببماري له پیښی څخه وروسته په آلمان کي د افغانستان د ماموريت په وړاندي مخالفتونه نور هم زیات شول او د نوو سرتيرو د استولو پر تصمیم باندی هم وریځ وغوړیده.

کابو دوه اوني مخکي د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما افغانستان ته د ۳۰ زرو نورو سرتيرو د استولو اعلان وکړ او له خپلو متحدينو خخه يي وغوښتل چي هغوي هم د نورو سرتيرو په استولو کي لاس تر زني پاتي نه شي.

د آلمان د دفاع وزارت معين، شميت وويل: « د نوو آلماني سرتيرو استول البته له امکان څخه ليري نه دي، خو وويل چي دا په هغه صورت ښايي وي چي آلمان د متحده ايالاتو د نوي ستراتيژي له جزيياتو معلومات پيدا کړي.شميت وويل: « مونږ ښکاره ويلي دي چي زمونږ په نظر د اوباما وينا د يوي ستراتيژي لپاره بنسټ نه جوړوي.»

خود آلمان د دفاع وزرات معين يادونه وکړه، آلمان به سر له دي هم د افغانستان د پوليسي ځواک په روزلو کي خپلي وڼدي پراخي کړي.

AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل