1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختيځ کي د اوربند غوښتونه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

پر نړيوالو غوښتونو سربيره اسرائيلو په غزې تراډه کي خپلو عملياتو ته ادامه ورکړې ده. د ملکي کسانو مرگ ژوبله مخ پر ډېرېدو ده او د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Cfw6
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا رئيس ريچارد گازانا ويلي دي چي «موږ په جنگي سيمو کي د ملکي وگړو په اړه ډېر اندېښمن يو» هغه زياته کړې ده چي «موږ پر ټولو اړخونو ږغ کوو چي د ملکي وگړو ساتنه وکړي او نړيوالو بشردوستانه قوانينو ته درناوی وکړي.» دغي شورا دغه راز د خصومتونو د ژر تر ژر بندولو غوښتنه هم کړې ده.

د گازانا امريکايي همکار سامانتا پاور، ويلي دي چي يوازي يو اوربند کولای سي چي تاوريخوالی ودروي او تر هغه وروسته سړی کولای سي چي په جنگي سيمو کي د ملکي وگړو مرستو ته ور ودانگي.

د ملگرو ملتونو دغي تر ټولو پياوړي شورا د منځني ختيځ د تاوتريخوالي په اړه دوه ساعته د تړلو دروازو ترشا غونډه لرله. په داسي حال کي چي د ملگرو ملتونو امنيت شورا په وارو وارو بېړنۍ غونډي راغوښتي دي، خو د يکشنبې په ناوخته ماښام غونډه يې غير معمول دی.

کيری د منځگړتوب په نوي ماموريت کي

تر دې دمخه د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د يوه فوري اوربند غوښتنه کړې وه. د سپيني ماڼۍ د معلوماتو له مخي جمهور رئيس بارک اوباما د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو سره په يوه تليفوني تماس کي په غزه کي د ملکي وگړو او اسرائيلي عسکرو د تلفاتو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

اوباما دغه راز پر اسرائيلو باندي د حماس توغنديي يرغلونه غندلي دي او ويلي يې دي چي اسرائيل د خپل ځان د دفاع حق لري.

اوباما دغه راز د خپلو ديپلوماتانو د مشر جان کيري په مرسته د منځکړتوب د يوه نوی ماموريت د پيل اعلان هم کړی دی. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي کيري به د دوشنبې په ورځ قاهرې ته ورسيږي او د مصر او سيمي د نورو هيوادونو له استازو سره به د شخړي د يوه سوله ييز حل په اړه خبري وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم هڅي پيل کړي، څو په منځني ختيځ کي يو دايمي اوربند رامنځته سي.

تر ۵۰۰ زيات انسانان وژل سوي

له بلي خوا اسرائيلو د حماس له خوا د خپل يوه عسکر د يرغمل کېدو خبره رد کړې ده. په ملگرو ملتونو کي د اسرائيلو سفير د امنيت شورا د غونډي په حاشيه کي ويلي دي چي «د اسرائيلو هيڅ عسکر هم يرغمل سوی نه دی.» تر دې دمخه حماس ادعا کړې وه چي د دوی د «عزالدين القسام» وسله والي ډلي د اسرائيلو يو عسکر يرغمل کړی دی. دوی د دغه عسکر نوم او د هغه د وظيفې شمېره هم ښوولې ده.

په غزه کي اسرائيلي ځواکونه
په غزه کي اسرائيلي ځواکونهانځور: Reuters

په عينی حال کي اسرائيلي پوځ په غزې تراډه کي خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. د فلسطيني سرچينو په حواله په غزه کي نور ملکي وگړي هم وژل سوي دي، چي په دې ډله کي د يوه کرنۍ له اوو کوچنيانو سره وژل سوې ده. د اسرائيلو په يوه هوايي بمبارکي له يوه نړېدلي کور څخه د ۱۶ کسانو جسدونه را ايستل سوي دي. په دې سره نو ويل کيږي چي د اسرائيلو په يرغلونو کي د وژل سوو فلسطينيانو شمېر تر ۵۰۰ تنو اوړي.

په غزه کي د ژغورونکو ډلو د معلوماتو له مخي په دغه تعرضي عملياتو کي چي له نزدې دوو اونيو راهيسي پيل سوي دي شاوخوا ۳۱۵۰ انسانان ټپيان سوي هم دي.

په دغه جگړه کي تر اوسه پوري د اسرائيلو ۱۸ تنه عسکر هم وژل سوي دي.