1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځنۍ آسيا کې د جنرال پيترايس هلې ځلې

۱۳۸۷ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د امریکا د ځواکونو لوړ پوړی قوامندان جنرال داوید پیترایس منځی آسیا ته په خپل نوی سفر کی غواړی چی په افغانستان کی د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د اکمالاتی لارو د ټینګولو پر سر له چارواکو سره خبری وکړی.

https://p.dw.com/p/Gw36
Gen. David Petraeus
Gen. David Petraeusانځور: AP

دغه سفر وروسته له هغه پیل کیږی چی ګاونډي هیواد قرغزستان په همدی میاشت کی پریکړه وکړه ترڅو هغه یوه هوایی هډه وتړی چی تر اوسه پوری امریکایانو د اکمالاتو لپاره تر ی کار اخیسته. یو لویدیځ دیپلومات د رویتر خبری آژانس ته څه موده مخکی وویل چی واشنګتن د منځنی آسیا له بل جمهوریت، ازبکستان سره په دی برخه کی د یوی معاملی لاس لیک کولو ته نژدی شوی دی. له داسی یو تړون سره به د ازبکستان له لاری افغانستان ته امریکایی پوځونو ته غیر محاربوی توکی استول کیږی.

له ازبکستان څخه رارسیدلی خبرونه وایی چی جنرال پیترایس اوس په تاشکند کی دی چیرته چی د هغه هیواد له جمهور رییس اسلام کریموف سره وینی.

د ازبکستان په پلازمینه کی د متحده ایالاتو د سفارت یوی ویاندی د فرانس پرس خبرری آژانس ته وویل: «جنرال پیترایس دلته دی تر څو د غټو سیمه ایزو امینتی مسایلو په هکله د ازبکستان نظریاتو ته او دا چی په څه دول هغه د عمل په ډګر پلی کړای شی، غوږ ونیسی، په خاصه توګه د افغانستان په اړوند.»

په پېښور کې د ناتو لپارهيو زيات شمير اکمالاتي لارۍ له مينځه ولاړي
په پېښور کې د ناتو لپارهيو زيات شمير اکمالاتي لارۍ له مينځه ولاړيانځور: AP

واشنګتن په دی لته کی دی چی د پخوانی شوروی اتحاد د منځنی آسیا له شپږو جمهوریتونو سره هغه موافقی لاس ته راوړی چی د هغو له مخی د دغو دولتونو له لاری افغانستان کی امریکایی ځواکونو ته اکمالات خوندی شی، دا چی ازبکستان له افغانستان سره د اورګاډی له لاری تړلی دی، د واشنګتن د دغو موخو لپاره د کاندیدانو په سر کی ځای لری.

کله چی د سفارت له ویاندی څخه پوښتنه وشوه چی آیا د ازبکستان د اورګاډو له شبکی څخه به د متحده ایالاتو د اکمالاتو د لیږدولو لپاره کار واخیستل شی، هغی په ځواب کی همدومره وویل: «د جنرال پیترایس د خبرو یوه موضوع په افغانستان کی سوله ثبات دی».

په عین وخت کی د قرغزستان پارلمان، د هغه یو استازی د وینا له مخی، نن اعلان وکړ چی هغه تصمیم لری په دی اونی کی د پارلمان په یوی عمومی غونډه کی د قرغزستان په ماناز نومی سیمه کی د امریکایی هډی د تړلو پر سر خپله وروستی رایی ورکونی سرته ورسوی. اریک ارزیلیف وویل: د بهرنیو چارو کمیته غواړی د پنجشنبی په ورځ د پارلمان عمومی غونډی ته دغه موضوع وړاندی کړی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر، قدیربیک زربا ایف د فرانس پرس خبری آژانس ته نن وویل: د هغه حکومت نور د ماناز د هډی پر سر له واشنګتن سره خبری نه کوی.

هغه وویل : دغی هډی ته نور زیاتی اړتیا نه شته، ځکه چی په افغانستان کی د یو کارورکونکی ثبات وړ دولتی سیستم لپاره «ټول شرایط رامینځ ته شوی دی».

خو لویدیځ هیوادونه، په خاصه توګه متحده ایالات دغه ډول شرایط په افغانستان کی نه وینی چی رامینح ته شوی وی.

جنرال پیترایس چی په عراق او افغانستان کی د متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو قومانده په غاړه لری اود یاغیانو سره د مقابلی لپاره د سرتیرو د زیاتولو پلوی دی، دوه اونی مخکی په آلمان کی د میونیخ د امینت په کنفرانس کی وویل:

«مونږ په افغانستان کی نه یواځی زیاتو جنګی عسکرو ته اړتیا لرو. آیساف نورو پوځی مرستو ته هم اړتیا لری: لوژستییکی ټولګی، کشافی الوتکی، پوځی پولیس، انجنیران، خاص ټولګی، د پوځی ملکی پروژو لپاره عسکر، جنګی څرخی الوتکی، د ژغورنی الوتکی او داسی نور.»

د جنرال پیترایس د داسی غوښتنو په پام کی نیونی سره د پاکستان له لاری په اکمالاتی لارو باندی وروستی حملی او اوس د ماناز د هډی له لاسه ورکول، په افغانستان کی لویدیځ ځواکونه تر بل هر وخت پوری بدیلو لارو ته اړتیا لری.