1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په موصل کې د ملکيانو تلفات ډېر شوي دي»

۱۳۹۶ فروردین ۸, سه‌شنبه

د ایمنسټي انټرنیشنل په وینا، له داعش څخه د عراق د موصل ښار د نیولو په جگړه کې ورځ تر بلې د ملکي قربانیانو شمیر مخ پر لوړیدو دی. دغه سازمان پر پوځي ائتلاف تور لگولی دی چې د ملکيانو د خوندي ساتلو له پاره پوره څه نه کوي.

https://p.dw.com/p/2a5l7
Irak Mossul Zivile Opfer Bodybags
انځور: Getty Images/AFP/A. al-Rubaye

ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښني نړیوال سازمان په خپل یوه رپوټ کې انتقاد کړی دی چې «د ملکي کسانو د وژني لوړ شمیر داسې شک پیدا کوي چې د موصل په جگړه کې برخه لرونکي ائتلافي ځواکونو پوره تدابیر په پام کې نه دي نیولي چې د ملکي وژنو مخنیوی وکړي.» د نوموړې سازمان په وینا «دا له نړیوالو بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي دي چې په تیرو میاشتو کې هوایي بریدونه او همداشان ځمکنۍ جگړې د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې د ډېرښت سبب گرځیدلي.

د رپوټ له مخې ایمنسټي پیښي ثبت کړي دي چې د موصل ښار د بیرته نیولو په جگړه کې په سونو ملکي وگړي د هوایي بریدونو په پایله کې پخپلو کورونو یا او هم ظاهرا په خوندي ځایونو کې وژل شوي دي. د ایمنسټي په رپوټ کې د ژوندي پاتې شوو کسانو او عیني شاهدانو له قوله ویل شوي دي چې د عراق حکومت تر مخه په موصل کې له ملکي خلکو غوښتي ول چې پر خپلو ځایونو پاتې شي او و نه تښتي.

له ملکي کسانو د «انساني سپر په توگه استفاده»

په ډیرو پیښو کې ژوندي پاتې شوو کسانو او یا د هغوی گاونډیانو د رپوټ چمتو کوونکو ته ویلي دي چې د تندلاري ډلې «اسلامي دولت» یا داعش جنگیالیو په ویجاړیو شویو کورونو او یا هغې ته څیرمه ودانیو کې ځانونه پټول، چې د بریدونو هدف نه وو. ایمنسټې انټرنیشنل پر داعش باندي تور پورې کوي چې تل له ملکي کسانو څخه د «انساني سپر» په توگه ناوړه استفاده کوي.

دوناتیلا رویرا، چې په سیمه کې د ایمسنټي انټرنیشنل له پاره حقایق راټولوي او د عیني شاهدانو رپوټونه ثبتوي ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د پوځي ائتلاف په هوایي بمباریو کې «بشپړ کورونه له ټولې کورنۍ سره له منځه تللي دي.»

د رویرا په خبره «د دې واقعیت په پام کې نیولو سره چې عراقي چارواکو په تکراري ډول ملکي کسانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې د تیښتې پر ځای په خپلو کورونو کې پاتې شئ، دا په اثبات رسوي چې ائتلافي ځواکونه په دې خبر وي چې بریدونه ښایي د زیات شمیر ملکي کسانو د مرگ ژوبلې سبب وگرځي.»

د هغې په خبره «تر حده زیات بریدونه او ړانده بریدونه له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده او په جنگي جرمونو کې راتلی شي.»

ائتلاف د څیړنو اعلان کړی دی

د عراقي چارواکو په وینا په تیرو ورځو کې د موصل په لویدیځه څنډه کې په هوایي بریدونو کې ډیر ملکي کسان وژل شوي دي. ځیني حکومتي استازي او عیني شاهدان آن د سونو ملکي کسانو د وژلو خبره کوي. د ایمنسټي په رپوټ کې د ۱۵۰ ملکي وگړو یادونه شوې، چې د مارچ میاشتې پر ۱۷ نېټه د موصل په لویدیځ کې د الجدیده، په ناحیه کې وژل شوي دي.

د عراق د دفاع وزارت د څیړنو د تر سره کولو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت په وینا احتمالاً ځیني ملکي کسان د متحدو ایالاتو په مشرتوب د داعش ضد ائتلاف په هوایي بریدونو کې وژل شوي وي. د شنبې په ورځ دغه ائتلاف هم د موصل په لویدیځ کې پر هوایي بمبارۍ اعتراف وکړ او د څیړنو د تر سره کولو اعلان یې وکړ.

له داعش څخه د عراق د دغه دوهم ستر ښار د بیرته نیولو پوځي عملیات چې د متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلاف ملاتړ ورسره دی د تیرکال د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې پېل شول. د موصل د ختیځې څنډې تر نیولو وروسته، د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د موصل د لویدیځې څنډې د نیولو عملیات پیل شوي دي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سیمه ایز حکومت مقر، د موصل موزیم او د اورگاډي تمځای بیرته نیول شوي دي.

نور مطالب: