1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مومند ایجنسي کي ځانمرگي بريد ۲۵ کسان وژلي دي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۲۶, جمعه

د پاکستاني چارواکو په وینا د خیبر پښتونخوا ایالت په مومند ایجسني کې یوه برید ۲۵ تنه وژلي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې ځانمرگي برید کوونکي د جمعې تر لمانځه وروسته ځان الوزولی دی.

https://p.dw.com/p/1K3e1
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arbab

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه برید د مومند ایجنسۍ په انبار سیمه کې رامنځ ته شوی دی. د مرگ ژوبله په هکله بیلا بیل رپوټونه ورکول کیږي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل تازه رپوټ کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله لیکلي دي چې د ځانمرگي برید له کبله د وژل شوو کسانو شمیر اوس ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی او نور ۳۰ ټپیان دي. نوموړي خبري آژانس د نوید اکبر، په نوم د قبایلي سیمې د یوه چارواکي له قوله لیکلي دي: «د چاودنې له کبله د مسجد یوه برخه او برنډه پر لمونځ کوونکي رالویدلې ده. د د اوس هم تر ویجاړیو لاندې د جسدونه او ټپیان راایستل کیږي.»

تر دې دمخه ځينو خبري آژانسونو د وژل شوو کسانو شمیر ۱۴ او د ټپیانو دا ۲۵ تنه ښوولی وو.

تر چاودنې لږ وروسته د دغه قبایلي سیمې یوه لوی چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان الوزولی دی، چې په پایله کې یې ۱۶ لمونځ کوونکي وژل شوي او۳۵ نور ټپیان دي.

هغه ویلي وو چې دغه سیمه لیري پرته ده او د خپلو سرچینو له خوا یې دغه معلومات د مخابرې په واسطه تر لاسه کړي دي. یوه بل حکومتي چارواکي هم نوموړي خبري آژانس ته دغه معلومات تائید کړي دي.

فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه اخیستې نه ده، خو په وینا یې پاکستاني طالبان په عام ډول اسانه اهداف لکه محکمې، ښوونځي او جوماتونه په نخښه کوي.

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې طالبانو په پیښور کې پر آرمي پبلک سکول باندې یرغل وروړی وو او د شاگردانو او استادانو په شمول یې تر ۱۵۰ زيات کسان ووژل. د قربانیانو زیاتره برخه شاگردان ول.

تر دې دمخه اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د قبایلي سیمې د یوه حکومتي چارواکي نوید اکبر، له قوله لیکلي وو چې دغه پیښه د انبار سیمې په یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

هغه ویلي وو چې ژغورونکې دغه ځای ته څیرمه یوه روغتون ته په مړو او ټپیانو رسولې باندې بوخت دي.

نور مطالب