1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مومند ایجنسۍ کې بریدونو نهه امنیتي کسان وژلي»

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې تیره شپه په دوو جلا بریدونو کې نهه امنیتي کسان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو دغه خبر د پنجشنبې په ورځ ورکړی دی. پیښې په پنډیالۍ او مچني کې رامنځ ته شوې دي.

https://p.dw.com/p/1Hx9y
انځور: picture-alliance/Mohammad Reza/Anadolu Agency

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې یاغیانو د مومند ایجنسې په دوو سیمو کې پر یوه وخت د نیمه ملیشو چې «خاصه دار» ورته هم وايي پر پوستو برید کړی دی. د پنډیالۍ په سیمه کې پر پوستې باندې د برید په پایله کې اووه امنیتي کسان او بیا په مچني سیمه کې په یوه بل یرغل کې دوه نور امنیتي کسان وژل شوي دي. دغه کسانو د یوه ټیوب ویل یا د اوبو د یوې ژورې څاه، چې په سولر انرژۍ یې کار کاوه ساتنه کوله.

په سیمه کې د نوید اکبر، په نوم یوه حکومتي چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه یرغل د شپې پر یوه بجه شوی دی.» د هغه په خبره دغه برید په تیاره کې شوی دی او په وینا یې امنیتي ځواکونه یې په بې خبرۍ کې راگیر کړي دي. هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې یاغیانو پر هغوی باندې ناڅاپي یرغل کړی او امنیتي ځواکونو ته یې د جگړې چانس نه دی ورکړی.

د نوید اکبر په خبره، برید کوونکو د امنیتي ځواکونو پوستې ته اور اچولی او څاه یې هم ویجاړه کړې ده.

د محمود اسلم، په نوم یوه بل جگپوړي چارواکي هم دغه پیښه تائید کړې ده. فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دوی ته په یوه استول شوي برېښنا لیک کې د دغو یرغلونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) یوې ډلې جماعت الاحرار، پر غاړه اخیستی دی.

مومند ایجنسي د پاکستان د اوو قبایلو ایجنسیو څخه یوه ده چې له افغانستان سره گډه پوله لري، او د القاعدې او طالب یاغیانو د پټنځای په توگه انگیرل کیږي.

د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې څه د پاسه یو کال تر مخه په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې د یاغیانو د یرغل وروسته خپل عملیات گړندي کړي دي. پر ښوونځي باندې د یرغل پر مهال ۱۵۳ تنه وژل شوي وو چې زیاتره یې زده کوونکي ول.

په ټوله کې په ۲۰۱۵م کال کې د طالبانو په یرغلونو کې د تیرو کلونو په پرتله کموالی راغلی وو چې پکښې ملکي وگړو او امنیتي ځواکونو ته لږه مرگ ژوبله اوښتې وه. خو نوموړی خبري آژانس زیاتوي چې د طالبانو له لوري گواښ پر خپل ځای پاتې دی، په ځانگړې توگه د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې.

تیره میاشت هم طالبانو پیښور ته څیرمه په چارسده کې د باچا خان، پر پوهنتون باندې یرغل وکړ چه پکښې ۲۱ تنه ووژل شول.