1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې د امنيت نړيوال کنفرانس او د انگلا مېرکل دريځ

۱۳۸۵ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان لومړۍ وزيره به د اونۍ په پای کې د نړيوال امنيتي کنفرانس په ترڅ کې د دې غونډې د جوړوونکي، ښاغلي هورست تلچيک په وينا هلته تر فشار لاندې راشي او ټولې سترگې به هغې ته په نړيوال سياست کې د يو رغوونکي رول د ادا کولو په هيله متوجه وي.

https://p.dw.com/p/DKJx
مېرکل اوسمهال د نژدې ختيځ په سفر بوخته او په ابو ظبۍ کې ده
مېرکل اوسمهال د نژدې ختيځ په سفر بوخته او په ابو ظبۍ کې دهانځور: AP
دا چې په نړۍ کې بې شمېره شخړې او جگړې راپورته شوي چې د حللارې ورته نه دي موندل شوي، ځکه نړيواله ټولنه د تلچيک په قول «مېرکل او په دې توگه آلمان ته د مشرۍ د يو ډول دندې او رول« د ادا کولو په تمه ده. دغه څرگندونې تلچيک د آلمان د دي پي آی خبري اژنس سره په يوه مرکه کې کړي دي. د امنيت د نړيوال کنفرانس دغې 43 مې غونډې ته د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او همداراز د امريکې د متحده آيالاتو د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس رابلل شوي دي. د دغې غونډې مهم ټکي د نژدي ختيځ شخړه او د افغانستان جگړه هم ده.