1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې د مهاجرو پر کمپ دیوال راگرځولو کړکیچ

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

په مونشن کې یوې ځايي محکمې تر قانوني هلو ځلو وروسته د مهاجرو پر کمپ د دیوال جوړولو پرېکړه کړې. دغه کار سخت غبرګونونه راپارولي دي. ځايي سیاستوال د دغه دیوال جوړول اغیزمن نه ګڼي او وايي چې دغه کار د بیلتون او انزوا نښه ده.

https://p.dw.com/p/2SQ2R
Deutschland Mauer um Flüchtlingsunterkunft in München
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د مونشن ځينو سیاستوالو په نویپرلاخ سیمه کې د کډوالو کمپ او په سیمه کې د ځايي کورنو ترمنځ د غږ د مخنیوي له پاره د دیوال پر جوړولو اندیښنه څرګنده کړې ده.

په سیمه کې د ځینو کسانو له پاره دغه دیوال د بیلتون او انزوا سمبول دی او د مونشن د «ښه راغلاست فرهنګ» پر سر یو ستر ګذار دی، خو بیا د ځینو نورو له پاره دا یوازې یو عادي دیوال دی. دغه پوخ دیوال کابو ۱۰۰ متره اوږد دی او څلور متره لوړوالی لري. د دېوال د جوړېدو موخه له ځايي کورنو څخه د کمپ جلا کېدل ښوول شوي دي. په دغه کمپ کې شاوخوا ۱۶۰ د بیلابیلو هیوداونو کډوال ژوند کوي.

 د محکمې پريکړه

که څه هم د سیمې ځینو اوسیدونکو په دې ځای کې د دیوال د جوړولو پرضد قانوني غوښتنه کړې وه خو تر دوه نیم کلونو هڅو وروسته د دغه دیوال د جوړولو پریکړه وشوه. دغه پریکړه د مونشن د یوې محکمې له خوا اعلان شوې.

د مونشن زرغون ګوند په مونشن کې هڅې پیل کړې، څو دغه دیوال بیرته له منځه یوړل شي. د زرغون ګوند د ځايي پارلمان د څانګې مشر، ګولسرین دامیرل وايي: «دغه څه چې رغول شوي د غږ د مخنیوي په هکله اغیزمن نه دی.» هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه کار د بیلتون او انزوا نخښه ده.

هغه همدا راز څرګنده کړې چې د دوی غبرګون د سیمې د خلکو پروړاندې نه، بلکي زموږ نیوکه پر ځايي شورا باندې ده چې څنګه کولای شي د غږ د مخنیوي له پاره د دیوال جوړول اړین وگڼي.

په ورته وخته کې په بایرن ایالت کې د محافظه پاله مسیحي متحد ګوند غړی، مارکوس بلومي وايي چې د دیوال جوړول بد کار نه دی، بلکي دغه د یوه قانوني کار پایله ده. هغه همدا راز وايي چې د سیمې خلک له کډوالو سره ستونزه نه لري او هغوی ته یې ښه راغلاست ویلی دی.

د زود دویچه ورځپاڼې چې له ځايي اوسیدونکو سره مرکې کړې د دې موضوع په هکله بیلابیل غبرګونونه ښيي. ځینې اوسیدونکي د دیوال جوړول سم کار نه بولي او بیا ځینې نور په دې موضوع خپل دریځ نه څرګندوي.