1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميمنه کي ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبه

دويچه ويله ته له سيمي څخه را رسيدلي رپوټونه وايي، چي ځانمرګي بريد کونکي ددغه ولايت د استخباراتو د ريس د موټرو کتار چي غوښتل يي له خپل کور څخه د کار دفتر ته ولاړ سي د مرکز ميمنې ښار په تاتار خانه سيمه کي په نښه کړ.

https://p.dw.com/p/12t8x
په افغانستان کي د يوې بلي پيښي تصوير
په افغانستان کي د يوې بلي پيښي تصويرانځور: dapd

د لومړنيو رپوټونو پر اساس په بريد کي د ملي امنيت رئيس سيد محمد سادات سخت ژوبل سوی دی.

په کابل کي د ملي امنيت ادارې عمومي وياند لطف الله مشعل دويچه ويلي پښتو ويب پاڼي ته پيښه تايد کړه او زياته يې کړه، چي په پيښه کي د ملي امنيت رئيس ښاغلی سادات ټپي سوی چي دمګړی روغتون ته انتقال سوی دی.

په ميمنه کي د يوې سيمه ييزي راډيو خبريال جان محمد د ويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته د ټليفون پر کرښه وويل، چي په بريد کي، چي د يوه موټرسايکل چلونکي له لوري تر سره سوی ملکي خلکو ته زيان رسېدلی دی.

نوموړی وايي، چي په دغه پيښه کي چي د سهار پر اته نيمو بجو رامنځ ته سوه د ښونځي درې زده کونکي وژل سوي او د دوو پوليسو په ګدون پينځه تنه نور ژوبل دي.

خو ښاغلي مشل په دې اړه، چي د ولسي خلکو مرګ ژوبله څومره ده څه نه دي ويلي.

لطف الله مشعل دغه کار د افغانستان د سولي او ټيکاو د دښمنانو وباله چي په وينا يې غواړي په خپلو دغو کرغيړنو بريدونو د افغانانو په مينځ کي ويره خپره کړي.

په ورته وخت کي په کابل کي د کورنيو چارو وزارت هم د پيښي پخلی کړی دی.

وزارت ويلي چي د بريد موخه د ملي امنيت ادارې رئيس و، چي ژوبل سوی دئ.

همدا راز په شمال کي د پامير زون د پوليسو وياند لعل محمد احمدي بيا دويچه ويله ته وويل چي په پيښه کي پينځه تنه وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.

نوموړي وويل چي چاودنه دومره زوروره وه، چي د نږدې پرتو ودانيو خښي يې ماتي کړي او مالي زيانونه يي هم اړولي دي.

فارياب چي د افغانستان په شمال کي پروت دی په دې ورستيو کي د نورو شمالي ولايتونو په څير پکښي څه نا څه امنيتي پيښي رامنځ ته کيږي.

څه موده دمخه د شمال د پوليسو قوماندان جنرال بابه جان ويلي ول، چي د منځنۍ آسيا د يو شمير ملکونو فراري بنسټ پالو د افغانستان ځينو شمالي ولايتونو ته مخه کړې چي هڅه کوي دلته د امنيت پروسه ګډوډه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي پرون بيا په جنوبي پکتيا ولايت کي د والي پر موټرو ورته بريد سوی او هغه د بريد څخه روغ رمټ ووتئ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل