1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسیکو کې بیا هم بندیان په تېښته بریالي سول

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16B7A

د مکسیکو په شمال کې ۱۳۲ تنه بندیان له یوه محبس څخه پر تېښتې بریالي شوي دي. دغه پېښه د پیدراس نیګراس په سیمه کې چې له متحده ایالاتو سره په سرحد کې پرته ده، رامنځ ته سوې ده.

د چارواکو په حواله بندیان په دې توانیدلي دي چې له یوه ۳۰۰ متري تونل په مرسته له زندان څخه وتښتي. په مکسیکو کې ډیر وخت بندیان له محبسونو څخه په تیښته بریالي کیږي. د تېر کال په دسمبر میاشت کې هم د دغه هیواد په شمال کې لهیوه محبس څخه ۲۲۶ تنه بندیان وتښتیدلي ول.