1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسیکو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۳۰, جمعه

په مکسیکو کې د ۴۳ احتمالي وژل شویو محصلینو سره د خواخوږۍ په موخه پر لاره اچول شویو لاریونونو کې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی دی. پولیسو ویلي دي چې په دغو احتجاجونو کې څوک ژوبل شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/1Dqr7
انځور: A. Estrella/AFP/Getty Images

احتجاج کوونکي د ۴۳ محصلینو شکمنې وژنې په غوسه کړي دي. د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۲۰مه) د مکسیکو په پلازمینه مکسیکو سیټي، کې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د سړکونو پر سر آخ او ډب رامنځ ته شو. د ورکړل شویو رپوټونو له مخې شا او خوا ۳۰۰ احتجاج کوونکي د مکسیکو سیټي، د هوایي ډگر شا او خوا سیمه کې له پولیسو سره لاس او گریوان شول. د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ دغه نښتې تر دریو پلان شویو احتجاجونو مخکې رامنځ ته شوې دي.

احتجاج کوونکي د دارلمعلمین د لادرکه شویو محصلینو په ملاتړ لاریونونه تر سره کوي. داسې ادعا کیږي چې دغه محصلین د اختلاس گرو پولیسو له لوري تر نیول کیدو وروسته یوې جنایې ډلې ته سپارل شوي او د هغې په تعقیب وژل شوي دي. د دغه کسانو احتمالي وژل کیدل په ټول هیواد کې د غوسې د راپاریدو سبب گرځیدلي دي.

د تیرې ورځې په لاریونونو کې په غوسه شویو احتجاج کوونکو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له اور اخیستونکو موادو څخه کار اخیستی، ټایرونو ته یې اور ورته کړی او پر پولیسو یې تیږي ورغورځولي دي. پولیسو د احتجاج کوونکو د تیت پرک کولو له پاره له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دي. د پولیسو د وینا له مخې په دغو احتجاجونو کې کوم کس ټپي شوی نه دی.

دغه احتجاجونه د مکسیکو د انقلاب پر ۱۱۴ کلیزه تر سره کیږي. په ۱۹۱۰م کال کې دیکتاتور پور فیریو دیاس، په همدې ورځ له واکه راپرځول شوی وو. حکومت په دغه تړاو تر سره کیدونکی کلنی پوځي پریټ یا رسم گذشت د احتجاجونو له کبله لغوه کړی دی.

په مکسیکو کې د دغو محصلینو تر لا درکه کیدو وروسته د احتجاجونو یوه لړۍ پېل شوې ده. د مکسیکو د لوی څارنوال د څرگندونو له مخې دغه محصلین په سویل لویدیځ ښار ایگولا کې د اختلا س گرو پولیسو له لوري تر برمته کیدو وروسته د مخدره توکو د قاچاق یوې جنایي ډلې ته سپارل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه کسان تر وژل کیدو وروسته سوځول شوي دي.

خو په وروستیو اوونیو کې احتجاجونه په تاوتریخوالي اوښتي دي. احتجاج کوونکو په گوریرو ایالت کې حکومتي ودانیو ته اور اچولی دی او پر دې سربیره په مکسیکو سیټي، کې د ملي ماڼۍ دروازه هم سوځول شوې ده.

دغه احتجاجونه ښيي چې د مکسیکو وگړي په حکومت کې له اداري فساد او د مخدره توکو پر سر له جگړې څخه په تنگ راغلي دي. په دغه مبارزه کې له ۲۰۰۶م کال راهیسې تر ۱۰۰ زرو زیات انسانان وژل شوي او یا هم لادرکه شوي دي. دغه احتجاجونه د مکسیکو د ولسمشر اېنرکي پېنا نیټو له پاره په یوې لویې ننگونې اوښتي دي. پېنا نېټو ویلي دي: «مکسیکو ټپي شوې ده، خو د دغه درد یوازې د سولې او عدالت له لارې آرامه کیدای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب