1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میدان وردک کې ځانمرگي برید دولس تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه
https://p.dw.com/p/161um

د افغان چارواکو په وینا په میدان وردک ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوو غبرگو ځانمرگي بریدونو په پایله کې دولس تنه وژل شوي چې پکښې دوه تنه پولیس هم شامل دي. زیاته شوې ده چې دغه برید په سید آباد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه پوځي مقر ته څیرمه تر سره شوی دئ.

د میدان وردک د پولیسو ویاند عبدالولي د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې د ټپیانو شمیر دومره زیات دئ چې لا تر اوسه په دقیقه توگه ئې شمیر نه دئ معلوم. هغه زیاته کړې ده چې یو ډیر شمیر کسان ټپیان شوي دي او د سید آباد د بازار زیاتره برخه ویجاړه شوې ده.

د دغه ولایت د صحت عامې رئیس غلام فاروق مخلص د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۳ ملکي وگړي بیلا روغتونونو ته وروړل شوي دي. د هغه په وینا په پیښه کې ۱۰ تنه ټپیان چې روغتیایي وضعیت ئې د انديښنې وړ وو پلازمینې کابل ته لیږدول شوي دي. د آیساف ویاند هم دغه پیښه تائید کړې ده او ویلې ئې دي چې په دغه برید کې د دوی کوم تن نه دئ ټپي شوی. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.