په میلينو ماشومانو بې له جګړې بل څه نه دي لیدلي
۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونيسف، د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې تر اووه کنلۍ کښته ډېر ماشومان د جګړې له کبله د فزیکې تاوانونو تر څنګ له سختو رواني ستونزو سره مخامخ دي.
یونيسف ویلي دي چې په کړکېچونو سیمو کې مېشت ماشومان تر «وژونکي فشارونو» لاندي ژوند کوي چې دا د هغوی د مغز پر حجرو ناوړه اغېزه کوي.
د یونيسف د وړوکو ماشومانو د ودې څانګې مشري پیا پریتو، ویلي دي: «جګړه له ماشومانو څخه د هغوی امنیت، کورنۍ، ملګري، لوبې او عادي ژوند اخلي.» هغې زیاته کړې ده: «دا ټول هغه عناصر دي چې ماشومانو ته د ښې ودي او موثري زده کړي چانس ورکوي او هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې له خپلو ټولنو او اقتصاد سره مرسته وکړي، او کله چې لویان شي پخپله یوه قوي او امنه ټولنه جوړوي.»
د مغزو وده له ستونزو سره مخامخیږي
یو ماشومان له ۲۵۳ میلیونه فعاله عصبي رشتو سره زيږي. تر اوو کلونو پوري یو ماشوم د دې توان لري چې په هره ثانیته کې ۱۰۰۰ داسي نوري رشتې هم رامنځ ته کړي. هره عصبي رشته د دې وړتیا لري چې په يوه ثانيه کي له ۱۰۰۰۰ نورو رشتو سره څو زره واري اړیکه ټینګه کړي.
خو که یو ماشوم له فشارونو او شاک سره مخامخ وي نو د دغو عصبي رشتو تر منځ اړیکې اخلالیدای شي او په پایله کې ماشوم ته فزیکي او رواني تاوان رسیدای شي.
یونيسف ویلي دي چې ماشوموالي په دې کې ډیر مهم نقش لوبوي چې ایا یو انسان تر ځواني پوري خپل یو میلیارد عصبي رشتې پوره کوي او که نه.
پریتو ټینګار کړی دی چې له همدې کبله باید د کړکیچ په سیمو کې د ماشومانو له پاره د زده کړي امکانات برابرولو او هغوی ته د ماشوموالي احساس ورکولو په برخو کې ډیره پانګونه وشي.