1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناروې کي د تېر کال د ډل وژنې لومړۍ کليزه لمانځل کيږي

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15d4l

د ناروې په هيواد کي نن د يکشنبې په ورځ د ترهگر بريد د ۷۷ قربانيانو د یادون کليزه لمانځل کيږي. دغه کسان يو کال تر مخه د يوه نارويژي ځوان له خوا په يوه ټاپو کي وژل سوي ول. اندرس بریويک نومي يوه ښې اړخي توندلاري د ۲۰۱۱م کال د جولایې په ۲۲ مه نېټه لومړی په اوسلو کي يوه چاودنه کړې وه او د هغه وروسته ئې د اوټويا نومي ټاپو دننه د ۶۹ ځوانانو ډل وژنه تر سره کړې وه. د دغې پيښي د لومړۍ کليزي په ترڅ کي نن په ټول هيواد کي بېلابيلي ويرغونډي او عبادتي محفلونه پلان سوي دي. د اټکل له مخي په دغه ډل وژنه کې د تورن کس بریويک په وړاندي د روانې محکمې فيصله به د اگست په ۲۴ مه نېټه واورول سي.