1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناورين پسې ناورين

۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعه

د سپتمبر د یولسمي له ترهگري بریدونو څخه ژوندي پاته سوو کسانو گومان کاوه چي ناورين تیر سوی دی، خو اوس کیدای سي د هغوی د طبي پالني پیسې لغو سي.

https://p.dw.com/p/1GUx3
انځور: DW/M. Soric

د نوي ون ورلډ ترېدسنټر(One World Trade Center) پر یادگاري ځای گلان. دغه ورځ د گېري سمیلي په ذهن کي ډیره روښانه ده او خرابي پيښي یې تر نن ورځي پوري هغه ارام ته نه پریږدي. داسي لکه یو پیری او بلا چي یې په مغزو ننوتلې وي.

د ژغورني عملې دغه کارکونکي گېري سمیلي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر یوولسمه نېټه اضافه کاري درلوده، چي لومړۍ الوتکه د ورلډ ترېد سنټر برج په شمالي برخه ننوتله او څو ساعته وروسته یې برج راونړاوه.

سمیلي د ژغورني عملي د نورو همکارانو، پولیسو او ډیرو داوطلبانو سره یوځای د امکان تر حده ډیر انسانان وژغورل. هغه وايي، کله چي «دوهم برج ولگیده، نو ما د یوې ښځي د ژغورلو په خاطر پرهغې باندي ځان واچاوه. موږ دواړه ژوندي پاته سوو.» وروسته بیا نژدې ږږ، چي زه مړه سوې وای.«کله چي شمالي برج راونړیده، زه له هغه څخه ۷۵ متره لیري وم او ځکه ژوندی پاته سوم چي ما د یوې لارۍ موټر شاته ځان واچاوه.» څو ساعته وروسته هغه نور مرستندویان هم وژغورل.

گېري سمیلي په دغه ورځ ډیر نژدې دوستان او همکاران له لاسه ورکړل. ده به کتل چي ژغورونکې عمله پر جسدونو باندي تیریږي، څو نور ژوندي پاته سوي قربانیان له خرابو څخه راوباسي.

گيري سميلي تر بريدونو ۱۴ کاله وروسته
انځور: DW/M. Soric

تر ناورين وروسته کړاو

تر بريدونو ۱۴کاله وروسته هم گېري سمیلي د بريدونو له عواقبو سره لاس وگریوان دی. د دغه نیویارکي د هغې ورځي انځورونه نه هیریږي. د سپتمبر مياشتي د یوولسمي تر ناورين څو میاشتي وروسته گېري سمیلي بیرته په کار پيل وکړ او خپلي تجربې یې له نورو سره شریکي کړې.

هغه وايي چي «ما باید کار کړی وای، څو ژوند ته ادامه ورکړم.» خو د روغتیايي دلایلو له کبله هغه مجبوره وو چي پر ۴۸ کلنۍ تقاعد واخلي. له هغه راهیسي دی ډیر وخت له ډاکترانو سره تیروي.

سمیلي وايي: «د وزن توازن ساتلو ستونزه لرم، تل سردرد يم، پښتورگي مي خراب دي. شکره لرم او له روحي فشار سره مخامخ یم.»

په دې ډول نو لکه نور په زرونه مرستندویان، گېري سمیلي هم باید په منظم ډول ډاکترانو ته ولاړ سي. د هغه مصارف تر اوسه پوري دولت ورکول.

مرستندویان د يوازيتوب احساس کوي

خو دغه پروگرام د ۲۰۱۵م کال په اخره کي پای ته رسیږي. دا د گېری سمیلي له پاره یو بل ناورين دی. د هغه په خبره مصارف يې صحي بیمه نه ورکوي. خو دا خبره پر نورو ژوندي پاته سوو کسانو باندي هم صدق کوي چي سرطان او یا نوري خطرناکي ناروغۍ لري او درملنه یې ډیر لوړ مصارف لري.

د گېري سمیلي په خبره که دولت د طبي پالني مصارف پر غاړه نه واخلي، نو د سپتمبر د يوولسمي پيښي درې پر څلورمه برخه ټول مرستندویان به مړه سي. «دا هغه انسانان ول، چي تیار ول په هغه ورځ هر څه وکړي، چي امریکا تر بل هر وخت سخته ورسره مخامخ وه.»

هغه وايي چي زه نه پوهیږم ولي بايد له ژوندي پاته سوو مرستندویانو سره د مرستو پر سر خبري وسي.

خو گېری سمیلي یوازي نه دی او په زرونو نور مرستندویان هم کومکونو ته اړ دي.هغوی ټوله سره یوځای سوي دي، مطبوعاتي کنفرانسونه جوړوي د سنا او کانگرس وکیلانو ته خطونه لیکي.

دغه کمپاین طبعاً بې اغېزې هم نه دی او په دې منځ کي د نیویارک او نیوجرسي ایالتونو وکیلانو د ددولتي مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.