1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجریا کې وسله والو ۱۲ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14vft

د نایجریا هیواد په شمال ختیځه برخه کې وسله والو کسانو پر څو کلیو باندې ډزې کړې دي، چې په ترڅ کې ئې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي او ۴۸ ټپیان دي.

دا خبره د نایجریا سره صلیب د دوشنبې په ورځ کړې ده. برید کوونکو د آدموا په ایالت کې چې د کمرون سره گډه پوله لري پر څلورو کلیو باندې ډزې کړي دي.

ښایې د وژل شوو شمیر تر هم زیات شي، ځکه چې مرسته کوونکې لا په دې نه دي توانیدلي چې د پیښې سیمې ته ځان ورسوي. د نایجریا د ملي بیړنیو د ادارې ویاند یوشاو شعیب ویلي چې چارواکو ته د دغې پیښې خبر ورکړل شوی دئ خو په دې اړه ئې نور جزئیات ور نه کړل. د آدموا ایالت پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.